کور / تازه خبرونه / سيدآباد: طالبان له دولتي کارکوونکو ٣٠ فيصده باج اخلي

سيدآباد: طالبان له دولتي کارکوونکو ٣٠ فيصده باج اخلي

د سيد آباد ولسوالي د تنګي درې اوسېدونکي وايي طالبانو له څو شپو راهيسي په سيمه کي خلګو ته خبر ورکړى چي له دولت سره کار کول پرېږدي، کنې دوى به يې ووژني.
د سيدآباد ولسوالي يوه اوسېدونکي لراوبر ته ويلي چي دوى شبنامې خپرې کړي، چي يا دي خلګ له دولت او موسساتو سره کار پرېږدي، يا دي دوى ته د خپل معاش ٣٠ فيصده هره مياشت ورکوي او يا به هم ووژل سي.
د نوموړي کس په وينا دغه کار د ملاقاسم په نوم د طالبانو د يوه سيمه ايز قومندان په امر کېږي، چي د چک ولسوالۍ اوسېدونکى دئ او طالبانو د تنګي درې عملياتي قومندان ټاکلى دئ.
تر اوسه په دې هکله طالبانو څه نه دي ويلي.