پېښور:په پاکستان کې طالبانو د شمالي وزیرستان وروسته اوس په جنوبي وزیرستان کې هم د ګوزڼ یا پوليو په څاڅکو بندېز لګولی.
طالبانو په قباېلي سېمو کې د پولیو ضد کمپاېن د امریکايي جاسوسۍ الوتکو د برېدونه سره مشروط هلته طالب مشران وايي تر څو چې قباېلي سېمو کې امریکاېي برېدونه دوام ولري، تر هغې به د ګوزڼ یا پولیو ضد کمپاېن پرې نږدي چې پر مخ ولاړ شي. په جنوبي وزیرستان کې د مولوي نظیر په مشرۍ ځايي طالبانو په مرکز واڼه کې ېو لیک خپور کړی، او د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسين د بندېز اعلان يې په کې کړی.په لیک کې راغلي چې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په پلمه امريکا او استخباراتي ادارې دلته جاسوسي کوي.په لیک کې د ډاکټر شکیل اپريدي، چې د اسامه بن لادن په موندلو کې يې د امریکا مرسته کړې وه، نوم د مثال په توګه یاد شوی.په پېښور کې د ملګرو ملتونو ادارې ېو چارواکی ډاکټر محمد رفیق وايي چې په وزیرستان کې د ګوزڼ ضد څاڅکو د کمپاېن درولو له امله، ۸۰۰۰۰ ماشومان متاثره کېدی شي.نوموړی زېاتوي که طالبان د ګوزڼ ضد کمپاین مخه ونيسي نو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې به د ۲۰۰۰۰۰ نه زيات ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې پاتې شي.په شمالي او جنوبي وزيرېستان کې به د ګوزڼ یا پوليو ضد درې ورځنۍ کمپاېن د جولای د ۱۷ مې نېټې څخه پېلیږي.د شمالي وزیرېستان په شان ، راون کال په قباېلي سیمه جنوبي وزیرېستان کې هم، د پولیو یوه ناروغه ثبت شوې، او ګمان کېږي په سېمه کې د پولیو واېروس اوس هم فعاله دی.”په وزیرستان کې د ګوزڼ ضد څاڅکو د کمپاېن درولو له امله، ۸۰۰۰۰ ماشومان متاثره کېدی شي.دا ډاکټر محمد رفیق په وېنا، روان کال په پاکستان کې د پولیو ټول ۲۲ ناروغان ثبت شوي، چې په دغو کې ۱۱ ناروغان د قباېلي سيمو څخه وو.تېره اوونۍ په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ ځايي طالبانو د پولیو پر ضد کمپاېن د بندېز لګولو پرېکړه وکړه او د پولیو ضد کمپاېن يې د جاسوسې الوتکو د برېدونو سره مشروط کړ.د شمالي وزیرستان په پرتله، روان کال، په جنوبي وزیرستان کې د جاسوسې الوتکو برېدونه ډېر لږ شوي، خو داسې بریښې چې د جنوبي وزیرستان طالبانو د پولیو ضد څاڅکو کمپاېن د جاسوسې الوتکو د برېدونو سره د تړلو تګ لاره د شمالي وزیرستان له طالبانو خپله کړې وي.د طالبانو له خوا په خپور شوي لیک کې دا هم راغلي چې ېو خوا امریکا دوی وژني او بل خوا د واکسینو له لارې د دوی ژوند خوندي ساتل غواړي.مرکزي حکومت د طالبانو له خوا د پولیو ضد واکسین په کمپاېن د بندېز پر پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې او د خېبر پښتونخوا د والي مسعود کوثر څخه يې په دې لړ کې د طالبانوسره د خبرو کولو امر کړی.