کور / تازه خبرونه / نيمروز : ترافيکي پېښي مرګ ژوبله اړولې

نيمروز : ترافيکي پېښي مرګ ژوبله اړولې

د نيمروز ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي يو رېنجر موټر چپه سوى او په پايله کي ئې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي چي دا پېښه د دوشنبې په ورځ د دې ولايت په خاشرود اولسوالي کي رامنځ ته سوې .
د دې اولسوالۍ اولسوال محمد هاشم نورزى د پېښي پخلى کوي او وايي چي د پېښي د رامنځ ته کېدو لامل د موټر زيات تېزوالى او د چلوونکي نامسلکيتوب دئ.
وسله والو طالبانو هم دا خبره په خپله ويب پاڼه کي ورکړى او ليکي چي دا پېښه د دې اولسوالۍ په مرکز غورغوري کي رامنځ ته سوې.