کور / تازه خبرونه / ناټو په هلمند کي مو عمليات کړي

ناټو په هلمند کي مو عمليات کړي

ناټو ځواکونو وايي چي تېره ورځ ئې د هلمند ولايت په کجکي اولسوالۍ کي د يوه لوړ پوړى طالب قوماندان د نيولو په موخه عمليات کړي . ناټو ځواکونو په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږلې ، خبرپاڼه ليکي چي ياد لوړ پوړى طالب قوماندان د زون په سطحه په بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه کول .
خبرپاڼه ليکي چي د عملياتو په ترڅ کي ئې يوشمېر شکمن کسان نيولي او اوس مهال تر پوښتني او ګروېږوني لاندي دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.