د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې موجوده ستونزو او په
د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې موجوده ستونزو او په افغانستان باندې د هغې د اغیزو په اړه بحثونه کړي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او دواړه لوري په یو بل باندې د فشار نوې لارې چارې لټوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو زیات زیان افغانستان ته اوړي او د هیواد د سرحدي سیمو اوسیدونکي د پاکستاني ځواکونو او له دغه هېواده د را اوښتونکو وسله والو تر سخت فشار لاندې دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان په یو نوي ګام کې په اسلام اباد کې د افغان سفارت مرستیال ورغوښتی او د دیر د پیښې په اړه یې ورته سخت احتجاج کړی، حال دا، چې داسې کره شواهد موجود دي، چې پاکستان په تیرو لسو کلونو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو ملاتړ کړی.
ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره دې خبرې وکړي، څو دغه هیواد د دا ډول کړنو پر ځای همکارۍ ته وهڅول شي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان له خوا په افغان دولت د حملې د پړې اچول یو غیر مسوولانه ګام بللی او لیکلي یې دي، چې پاکستا د دا ډول ادعاو په وسیله غواړي، چې ځینې نور اهداف تعقیب کړي.
د ورځپاڼې په وینا دا ځکه، چې د دیر د پیښې مسوولیت د ملنکنډ طالبانو په غاړه اخستی او له افغان خاورې طالبان نه دي ور اوښتي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان حکومت او پوځیان غواړي، چې له افغانستانه د طالبانو د ور اوښتلو د ادعا په مطرح کولو سره ځان مظلوم وښیي او په افغانستان کې خپلې لاس وهنې توجیه کړي.
خو ورځپاڼې دا کار د پاکستان لپاره ځکه ستونزمن بللی، چې دغه هیواد په نړیواله کچه د ترورستانو په ملاتړ تورن دی او همدا اوس د القاعده د شبکې د نوي مشر کوربه دی.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان د دې ادعا په اړه د افغان پوځي چارواکو غبرګون راخستی، چې دغه مساله یې په کلکه رد کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د پاکستان د حکومت دا ادعا؛ چې ګواکې طالبان د افغانستان له خاورې ور اوښتي او په دیر کې یې د دغه هیواد په ځواکونو حمله کړې، په کلکه رد کړې ده.
دې ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان حکومت دا ادعا په داسې حال کې کړې، چې همدا اوس د دغه هیواد پوځ د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو د درنو وسلو حملې کوي او په سلګونو خلک یې اړ ایستلي، چې خپل کورونه پریږدي.
د کابل پاتې ورځپاڼو د هیواد په شمال کې د اومه تیلو د ایستلو د بهیر په پیل او په دې اړه په پرتو ستونزو بحثونه کړي.
اصلاح دولتي ورځپاڼې ورځپاڼې لیکلي، چې له کلونو انتظار وروسته بلاخیره وړمه ورځ د هیواد په شمال کې د تیلو د ایستلو چارې پیل شوې، چې د ورځپاڼې په وینا دا یوه ستره بریا ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې د دا ډول پروژو په پلې کیدو سره نه یوازې دا، چې په هیواد کې د سوند د موادو اړتیاوې په کور دننه پوره کیدای شي، بلکه په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابریږي.
انیس دولتي ورځپاڼې هم د امو سیند په حوزه کې د تیلو د ایستلو د بهیر پیل د هیواد د راتلونکې لپاره هیله بخښونکی بللی او لیکي، چې له دې نه ښکاري، چې افغان حکومت د هیواد د اقتصادي د پیاوړتیا او ودې لپاره پراخې هڅې کوي.
خو محور نا دولتي ورځپاڼې بیا خبرداری ورکړی، که ملي ثبات رامنځ ته نشي، نو قراردادي کمپنۍ به د مرکزي حکومت پر ځای له محلي زورواکو سره د کانونو پر سر معاملې وکړي.
ورځپاڼې وړاندې د جنرال دوستم له خوا رامنځ ته شویو ځینو ستونزو ته اشاره کړې او لیکلي، چې ده د امو سیند د قراردادي کمپنۍ څخه غوښتي، چې په سرپل کې د ده کور په شپاړس زره ډالره کرایه ونیسي او د کان واړه قراردادونه ده ته ورکړي، چې کمپنۍ ورسره نه ده منلې.
ورځپآڼې لیکلي، که د دغه حالت مخنیوی ونه شي، نو ممکن افغانستان په ناجیریا بدل شي، چې چین، امریکا او اروپا په کې د تیلو د جنګ وسله والې کمپنۍ لري.