کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان بنګلدېش ته ماته ورکړه

کرکيټ: افغانستان بنګلدېش ته ماته ورکړه

د آسيا کپ په لوبو کي چي په ماليزيا کي رواني دي افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلي د بنګلدېش هيواد ١٩ کلني لوبډلي ته ماته ورکړه.
د بنګلدېش هيواد افغانستان ته په پنځوسو اوورنو کي د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٤١ منډي هدف وټاکئ، چي د افغانستان د بېټينګ پر مهال باران شروع سو او لوبه وځنډېده.
د لوبي څارونکو تر باران وروسته د افغانستان پنځوس اوورونه ٤٢ او هدف ٢٢١ منډو ته راټيټ کئ، چي افغان زلميانو په يوڅلوېښتم اوور کي د درو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلى هدف پوره کړ او بنګلدېش ته يې ماته ورکړه.
د نن په لوبه کي افسرخان ٤٦، جاويد احمدي ٧١، شبير نوري ٥٧، نورالحق ١٢ او نجيب الله ځدراڼ ٣٣ منډي وکړې.
همدا راز افتاب عالم درې، جاويد احمدي درې، شبير نوري دوه او شراف الدين يو بنګالى لوبغاړى وسځاوه.
د نن ورځي غوره لوبغاړى جاويد احمدي وو چي درې بنګالي لوبغاړي يې سوځلي او ٧١ منډي يې وکړې.
افغان ځوانانو تر دې دمخه قطر ته هم په ډېرو منډو ماته ورکړې وه، خو له سريلانکا څخه يې خپله لومړۍ لوبه بايللې وه.
د دې لوبي په ګټلو سره افغانستان د روانو مسابقو نيمه پايلوبو ته لاره پيدا کړه، چي هغه لوبه به يې د پاکستان له ١٩ کلن ټيم سره وي.