د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو له ليکو څخه د اداري فساد د محوه
کولو لسګونه دوسيې يې د جنوبي حوزې په کچه، ظبت کړې دي.
د نوموړي وزارت د پلټني د ادارې مشر تورنجنرال مسعود راغب وايي، اداري
فساد د وينه په څېر نظام له داخل څخه زيانمنه وي او دوى د دې پدېدې د
لمنځه وړلو په لارکې کلک هوډ کړى.
د جنوب د۳ ولاياتو، اروزګان، زابل او کندهار د پوليسو د مقاماتو په يوه
غونډه کې د کورنيو يچارو وزارت د پلټنې د ادارې پلاوي پوليسو ته ګوت
څنډنه وکړه، چي د اداري فساد په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ
کېږي.
تورنجنرال مسعود راغب وويل چي ادارې فساد هم پدې وروستيو ۱۰ کالوکې دجګړې
په څير د افغانستان په نظام کې د يوې بهرنۍ پدېدې په توګه تکثر کړى او
تخريبوي يې.
په همدې حال په جنوب کې د۴۰۴ ميوند زون د پوليسو قومندان جنرال محمد سالم
احساس وايي، په تيريوه کال کې يې دپوليسو په ليکوکې داداري فساد ۴۵ قضيې
ظبت کړې چي ۶ يې څارنوالۍ ته ليږل شوي.
دغه دوسيې د پوليسو د حوزو، امنيتي پوستو او د والسواليو په سطحه کې دي.
د دغه کار د مخنيوي له پاره د کندهار د عالمانو د شورا مشر مولوي تورجان
وايي چي د پوليسو په ليکو کې د پوهني کچه بايد لوړه شي.
د نوموړي په وينا ترهغه مهال چې پدې برخه کې په ټيټه سطحه د پوليسو
سرتېري ونه پوهول شي شايد ځيني مشکلات په اسانۍ سره لمنځه ولاړنشي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ولسمشر حامد کرزي د دولت ۳ ګونوقواوو
ته په خپله وينا کې وويل چې ادارې فساد د زياتو ستونزو مورينه ده، او په
وړاندې يې مبارزه بايد د تېر خلاف جدي او د ۳ ګونوقواوو په ګډه همکارۍ يې
مخ نيوي وشي.