د کندهار ولايت د اوسني ګمرک رياست دننه ددغه رياست لپاره د نوي ودانۍ د
بنسټ ډبره کښېښودل سوه چي رغه ونه به يې پوره يو کال په بر کي ونيسي او
وروسته به ګټي اخستني ته وړاندي سي.
د يادي ودانۍ د تاداب ډبري ايښودني لپاره نن د ګمرک رياست په انګړ کي يو
لړ مراسم نيول سوي وه چي د کندهار والي ترڅنګ پکښي د ګمرک رئيس، يو شمېر
تجارانو او مخورو او ځينو نورو دولتي مامورينو برخه اخستې وه.
والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ګمرک رياست کي له رسنيو سره د خبرو
پرمهال وويل چي دغه ودانۍ د نړيوال بانک لخوا جوړيږي چي پرې ټولټال ٥ لکه
شپېته زره امريکايي ډالره لګښت راځي.
نوموړي وويل چي ګمرک د کندهار د ادارې لپاره له حياتي ارزښته برخمن دى او
ددې ادارې د کارونو چټکتيا او ګړنديتوب به ددې لامل سي چي دسوداګرو او
تجارو ستونزي حل سي او همداراز د عوايدو کچه لوړه ولاړه سي.
هغه زياته کړه چي کندهار له پاکستان هيواد سره ګډه پوله لري او دغي پولي
د ګمرک رياست اهميت لاپسې زيات کړى چي له دې خاطره هم دوى ګمرک ته زياته
توجه کوي او غواړي فعاليتونه يې نور هم چټک کړي.
والي زياته کړه چي دغه دوانۍ په دوه پوړه کي د ٢١ کار خونو په درلودلو
سره د يوه کال په اوږدو کي د په پاخه او اساسي ډول د يوه افغاني ساختماني
شرکت لخوا څخه جوړيږي.
د کندهار ګمرک رئيس عزيز الله جلالزي وويل چي وړاندي يې د اداري کارونو د
اجراء په برخه کي بېلا بيلي ستونزي درلودې او د ځاى کمښت ورته ډول ډول
خنډونه جوړ کړي وه.
هغه وويل چي په نوې ودانۍ کي يې ټولي اړتياوي او ضرورتونه په پام کي نيول
سوي او هيله من دى چي جوړېدنه به يې دامهال پرتې ستونزي حل او په کارونو
کي به يې زياته هوساينه رامنځ ته سي.
جلالزي له نړيوال بانکه مننه وکړه چي ددې ولايت د ګمرک په پياوړتيا کي يې
لازمه مرسته کړې او د اړتيا سره سم يې پر موقع باندي غوښتنو ته مثبت ځواب
ويلى دى.
له دې څه موده وړاندي په کندهار کي د پوهنتون رياست لپاره په څه باندي
يوولس سوه جريبه مځکه کي د نوي ودانۍ د جوړېدني د اساس ډبره ايښودل سوې
وه او له هغه مخکي د ښځينه پارک او روزنځاى کار پيل سوى و.