امنيتي چارواکي وايي، په کندهار ولايت کې يې ١٢٧٧ ميله ډول ډول وسلې تر
لاسه کړې، چې تر ډېره امنيت ورسره ښه ښوى دى.
په سويل کې د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو قوماندان پاسوال سالم احساس وايي،
دغه وسلې يې له غيرې مسؤلو کسانو او امنيتي کمپينو څخه تر لاسه کړې دي.
نوموړي لراوبرته وويل، چې د امنيتي کمپنيو په منحلېدو سره په سويل کې د
ناامنيو کچه ٥٠ سلنه راټيټه شوې ده.
دى وايي له دې سره په خوا کې امنيتي ځواکونه هم د پخوا په پرتله ډېر
پياوړي شوي، چې ورسره امنيتي وضعيت د ښه والي په لور روان دى.
په همدې حال دى وايي، تمه لري، چې د عامه نظم په نوم په د پوليسو نوى
تشکيل په هېواد کې د خصوصي کمپينو ځاى ونيسي او امنيت به نور هم ښه شي.
بايد وويل شي، چې د امنيتي کمپنيو د له منځه وړلو پرېکړه تېر کال
ولسمشرحامد کرزي وکړه او کورنيو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله ترڅو ټولې
کورنۍ او بهرنۍ امنيتي کمپينۍ له منځه يوسي.
ښاغلي کرزي هم هغه مهال ويلي وو، چې په هېواد کې ګڼ شمېر بې امنيتي د
ځينو امنيتي کمپنيو د وسله والو له خوا رامنځ ته کېږي او د افغان ځواکونو
په وړاندې يې يو موازي ځواک جوړ کړى.
د ولسمشر له دغه پرېکړې وروسته د کورنيو چارو وزارت هم د امنيتي کمپينو
په له منځه وړلو لاس پورې کړ، چې تر اوسه يې د دوى په وينا ګڼ شمېر
امنيتي کمپينۍ د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له منځه وړې دي.