افغان امنيتي چارواکي وايي چي د هلمند ولايت په يوه روزنيز مرکز کي شااوخوا څلوېښت تنه مسموم سوي.
چارواکي وايي چي ياد کسان تېره شپه ماښام تر ډوډۍ خوړه لو وروسته مسموم کړل سوي ول خو اوس ئې روغتيايي حالت ښه دئ او د ټولو له جملې څخه يوازي يو تن په روغتون کي د درملني په موخه پاته دئ .
د هلمند ولايت د والي وياند د پېښي پخلى کوي او وايي چي دا پېښه د پوليسو په اکاډمۍ کي رامنځ ته سوې .