محور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې اوس مهال په هیواد کې د اداري فساد پر ضد لفظي هنګامه خورا توده ده، خو په عمل کې سملاسي هیڅ نه لري.
ورځپاڼه لیکي، چې د اوبو او برښنا وزیر، جنرال دوستم، صدیق چکري او قدیر فطرت خورا ټیټ کرکټرونه دي، چې حکومت یې باید ونیسي، خو لا هم دوی ټول خوندي دي او دوسیې هم په مرموزه حالت کې دي.
ورځپاڼې دغه څلور واړه کسان د فساد پر ضد د مبارزې په وړاندې یو چلنج بللی او لیکلي، چې له دوی سره باید کره حساب کتاب وشي، که نه نو د شلو او دیرشو افغانیو د اختلاس مخنیوی د اداري فساد بحران نه شي هوارولی.
ورځپاڼې د فساد پر ضد د مبارزې موجوده حالت ته په اشارې لیکلي، چې د افغان حکومت روانې هڅې هم په ملي شورا کې او هم په سیاسي محافلو کې تر ستختو انتقادونو لاندې دي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې افغان حکومت اوس مهال د هرې ستونزې د هواري لپاره که هغه فساد وي او که د نشه یي توکو قاچاق، سمینارونه ورته جوړوي، خو د ورځپاڼې په وینا دا کار په هیواد کې واکمن فساد له منځه نشي وړلی.
ورځپاڼې لیکلي، چې د دا ډول سمینارونو وروسته حالات نور هم خراب شوي او په دې برخه کې موجوده ستونزې لا پیچلې شوي.
ورځپاڼې وړاندې د عدلیی وزارت له خوا رابلل شوي سمینار ته اشاره کړې، چې په کې به په هیواد کې د عدلي خدماتو د کیفیت د لوړلو او د فساد د له منځه وړولو په اړه خبرې وشي.
خو ورځپاڼې د کتونکو په حواله لیکلي، چې دغه سمینارونه دا ستونزې ځکه نه شي هوارولی، چې د عدلیې وزارت په ګډون په دولتي ادارو کې وړ کسان په کار نه ګمارل کیږي.
خو سرنوشت نا دولتي ورځپآڼې بیا د خپل لومړمخ غټ سرلیک د عدلیی وزیر دې وینا ته ځانګړې کړی، چې که د قانون په ماتولو هم کیږي، نو دې به په قضایې ادارو کې فساد له منځه یوسي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلی غالب وایي، که د فساد د له منځه وړلو لپاره د مبارزې په برخه کې غفلت وشي، نو دې د دې کار لپاره د قانون ماتولو ته هم ترجیح ورکوي.
ورځپاڼه لیکي، چې د عدلیې وزارت د هیواد په قضایي ادارو کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره اوس مهال په یوې ستراتیژۍ کار کوي او هڅه کیږي، چې په دې برخه کې هیڅ راز غفلت رامنځ ته نشي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د عدلیې د وزیر په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په وړاندې یو اساسي خنډ د قانون نه پلې کیدل دي.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلې غالب د قانون پلې کوونکو ته د قانون په اړه د پوهې ورکول ضروری بولي او وایي، تر هغو، چې دوی په قانون پوه نه وي، نو نه شي کولی، چې قانون په سمه توګه پلې کړي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په افغان حکومتي ادارو کې د فساد موجودیت د دې سبب شوی، چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیات شي.
ورځپاڼه لیکي، چې د عدلیی وزارت هم دا ومنله، چې په لرو پرتو سیمو کې د خلکو عدلي او حقوقي قضیې په سمه توګه ندي حل شوي او دا کار د دوی او خلکو ترمنځ د واټن د زیاتیدو لامل شوی دی.