کور / هراړخیز / پر کونړ سیند د بریښنا بند غواړو

پر کونړ سیند د بریښنا بند غواړو

په اروپا او برتانیا کې چې مېړه د مېرمن نه چای وغواړي او مېرمن ورته په قهر شي. نو مېړه په چپه خله لیپ ټاپ راواخلي، یا د افغانستان د ادارو خلاف لیکنه وکړي، یا د اولسمشر خلاف. او که دغه ونه کړي نو د افغانستان د ویشلو د واشنګټن ، تهران او اسلام اباد د خوب د لا پیاوړي کولو په موخه لیکنه وکړي. د پنجاب د لاسپوسو ژورنالستانو، د ایران د اخونیانو، او د ځینو ناپوهه افغانانو د لاسه افغانستان په ټوله نړئ کې په دوو غټو تورونو تورن دی، یو تور دا دی چې افغانستان کې ډیر فساد دی او دویم تور دا دی چې افغانستان ډیر اپین یا کوکنار کري. نه څوک د هغه غیرحکومتي موسسو نوم اخلي چې نړیوال ورته د افغانستان د پرمختګ په نوم په سلو کې اتیا ډالره ورکوي، او نه ورته چارلي ولسن او د پاکستان جرنیلان ښکاري چې د شوروي پر ضد د جګړې لپاره د پیسو برابرولو په موخه يي د نړي د پوډرو/ هیروئنو او نورو نشه يي توکو فابریکې هم راوړې او د ټرانسپورټ لپاره يي ورته هره تړلې دروازه په حکومتي کیلئ پرانیستله. د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې اولسمشر اصف علي زرداري په اربونو روپئ غلا کړي دي. د دغه غلا د بیرته راوړلو څخه په انکار تیره اونئ د پاکستان صدر اعظم ګیلانې نا اهله شو. سره له دی چې پاکستان نه دومره اوږده جګړه لیدلې ده او نه يي خپل خلک په نورو هیوادونو کې میشت دي او په خپل هیواد د راکټو بریدونه کوي.


چې بریښنايي پاڼې خلاصې کړو نو ډول لیکنې وي، خو ډېرې لیکنې یا د جنت ګټلو لپاره وي ، یا لکه د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټائمز په څیر د کرزئ صیب او د افغانستان د ادارو پر ضد وي. چې واشنګټن پوسټ یا نیویارک ټائمز زموږ د هیواد خلاف څه لیکنه خپره کړي نو ډیر افغانان ورته ووايي بس زما د خلې خبره دی واخیستله. یا زما د زړه خبره دی وکړه. خو نن مې په یوه خبره زړه ډیر خوشاله شو، یو ځوان افغان د فیس بک په ټولنیزه پاڼه غوښتنه کړی وه ، چې موږ د کونړ په سیند د بریښنا بند غواړو. دا یوه ډیره په زړه پورې غوښتنه ده او زموږ هیله يي پیغله کړه چې افغانان اوس د خپل وطن پرمختګ غواړي، او د نوي وخت د اړتیاو سره سمې غوښتنې کوي. د ځان لپاره غوښتنه نه کوي بلکه د هیواد لپاره غوښتنه کوي. خپلې هغه اوبه په کار راوستل غواړي چې د پیړیو راهیسې پنجاب ته بهیږي او زموږ د دښمن بچیان ورباندې مړه ګیډه ګرځي. د افغانستان اوبه د پنجاب د شنو پټو او باغونو مور ده. اوبه د شېدو په څیر بهیږي او د دښمن بچي څربوي. خو زموږ د ګران هیواد للمې وچې پرتې دي او بچي مو وچې شونډې ګرځي. یویشتمه پیړئ د اوبو پیړئ ده او چې کوم قامونه اوبه لري هغه به پرمختګ کوي. چې کوم قامونه اوبه نه لري هغوي هڅې کوي چې د اوبو خاوندان د مذهب، سیاست، رنګ، نسل او نورو خوشو خبرو اخته کړي او دغه اوبه نه ترینه ځان ته کړي. له نیکه مرغه د افغانستان د پنجاب سره د اوبو هیڅ لوظنامه نشته. نو افغانستان کولی شي، خپلې اوبه ډنډونه کړي، بریښنا کوټونه يي کړي او د خپلې کرهڼې په کار يي واچوي. دغه شان به د کوهیانو د اوبو کچه هم راپورته شي.


پنجابي خپلې اوبه په هند خرڅې کړې دي. اوس د کابل سیند او اباسین چې دواړه د افغان تاریخي خاورې څخه رابهیږي او د افغان خاورې زرخیزي د پنجاب د زمکو په مخ خوروي، یواځينې وسیلې دی چې د پنجاب کرهڼه ورباندې ولاړه ده. نوځکه پنجابی افغانستان ارام ته نه پریږدي. څه لږې شان اوبه پنجاب ته د جهلم سیند څخه راځي او جهلم سیند د کشمیریانو دی نو ځکه پنجابي په کشمیر کې خپله ناوړه لوبه تاوده ساتلې ده. خو اوس پنجابی له هند سره ښکر نه شي وهلې او افغانستان ورته کمزوری ښکاري. نو څکه دی په دی باور دی چې مدام به د افغانستان په اوبو وريژې، غنم او نور فصلونه خړوبوي، او بیا به ورباندې پیسې ګټي په دغه پیسو به وسلې اخلي او د دی لارې به د افغان په وینه بهوي. یانې په افغان دولت د افغان وژنه. نو که افغانان په دی خبره فکر وکړي، د نړئ نه کمک وغواړي، خپل انجنیران او اولس په کار واچوي نو موږ کولې شو، د پنجابي په مرې داسې پښه کیږدو چې د ساه اخیستلو لپاره موږ ته محتاج شي. بیا دی نه شي کولې چې د افغانستان د ماشومانو د مکتب کتابونه د کراچئ په بندر ونیسې او ایسار يي کړي. موږ د ټرانسپورټ بله لاره موندلې شو، خو پنجابي اوبه نه شي موندلې.