دلته لږ زموږ اور بل دی
په لندن کی دلته (لږ زموږ اوربل دی )فرهنګی یارانو داځل دخپلو میاشتنیو غونډو په لړ کی خپله دیارلسمه غونډه دښاغلی ولی عبدالله په کوربه توب دجون دمیاشت پر دوه ویشتمه نیټه جوړه کړله ،دی غونډی دنورو غونډو سره توپیر درلود او دغه توپیر دا و چی په دغه غونډه کی زموږ دهیواد وتلی ژورنالست او لیکوال او ژباړونکی استاد داود جنبش وظیفه اخستی وه چی په افغانستان کی دژور نالیزم په تاریخی سیر او تاریخ وینا وکړی،نو له معمول سره سم استاد جنبش وویل:
ژورنالیزم تقریبا څلور پیړی کیږی چی په منظم ډول شته دی،دژورنالیزم هدف یا وظیفه داده،چی دیوی موضوع اطلاع ډیرو ته ورسوی،په لرغونی یونان کی دغه ډول اطلاع ګانی به په یو مخصوص ځای کی په ډبرو لیکل کیدلی او بیا به هلته خلک راټولیدل او له پیښی او یا له موضوع نه خبریدل،
ژورنالیزم داسی یو مسلک يا مهارت دی چی یو نوی خبردیو میډیم یا دیو ی الی په وسیله ډیرو ته ورسوی،په ۱۴۰۵میلادی کال کی کله چی لوی عالم (ګوتنبرګ )متحرک حروف جوړ کړل،نو د ژورنالیزم د ودی او پر مختګ له پاره
پراخه زمینه برابره شوه،په ۱۶۰۴)او(۱۶۰۵)کلونو کی لومړنی ورځپاڼه په ډبرینو حروفو چاپ شوی ده،زموږ په هیواد کی دلومړنیو خپرونو په اړه مختلیف نظرونه شته دی ځنی وایی چی لومړنی خپرونه (کابل) نومیدله چی دامیر شیر علی خان په دوره کی خپریدله خو له بده مرغه موږ ددغی خپرونی بیلګی په لاس کی نه لرو،داسی یو نظر هم شته چی دغه کابل خپرونه ممکن هماغه دشمسنهار کابل خپرونه وی چی کیدای شی شمس النهار یی له منځه تللی وی،خو په دقیق ډول زموږ په هیواد کی لومړنی خپرونه شمس النهار ده چی دامیر شیرعلی خان په دوهمه دوره کی په (۱۸۷۳)میلادی کی دکابل له بالاحصاره خپریدله اومهم لیکوال یی ارواښاد میرزا عبدلعلی دی،بل څوک چی په دغه وخت ډیر مهم کس دی هغه قاضی عبدالقادرخان پیښوری یوسفزی نومیږی ،دی دامیر شیرعلی خان نظامی مشاړر هم دی او شمس النهارته یی مقالی لیکلی دی،خو دده لیکنی هم په دری ژبه دی،یوه لویه غمیزه چی تر دا اوسه هم روانه ده داده چی دغه ټولی خپرونی پښتنو چلولی دی،خو لیکنی یی په دری ژبه کړی دی،داستاد حبیب ا لله رفیع هم وایی:چی زموږ په هیواد کی پښتو ژورنالیزم تاریخ له شمس النهار نه پیل شوی دی او ځنی پښتواصطلاحات په همدغی خپرونی کی چاپ شوی دی،
په ۱۹۰۶میلادی کال کی بیا سراج الخبار دارواښاد عبدالروف کندهاری په مدیرت خپرونی پیل کړی خو له بده مرغه ګڼی یی نه پیدا کیږی،خو لوی استاد علامه حبیبی یی یادونه کړی ده،
په (۱۹۱۱) میلادی کال کی سراج اخبار دارواښاد محمود طرزی په همت بیاخپرونی پیل کوی،چی په دغه وخت یو زیات شمیر لیکوال لکه مرحوم عبدالهادی داوی،ارواښاد لودین ،ارواښاد عبدالعلی مستغنی یی وتلی لیکوال دی،مولوی صالح محمد هوتک،محی الدین افغان،او عبدلعلی مستغنی هغه لیکوال دی چی په پښتو ژبه یی لیکنی کړی دی،لومړنی پښتو لیکنه یو شعر دی چی ارواښاد عبدالعلی مسغنی چی دعبدالکریم خان مستغنی پلار دی،لیکلی او په سراج الخبار کی نشر شوی دی،ددغه وخت بل کوم مشهور لیکوال مرحوم مولوی صالح محمد خان هوتک دی،دی دلومړنیو ښوونکو له ډلی څخه دی آوسراج الخبار ته يی پښتو لیکنی کړی دی،خو لومړنی پښتو منثوره لیکنه چی په سراج الخبارکی راغلی ده هغه دمرحوم محی الدین افغان ده،سراج الخبار پوره اته کاله خپرونی کړی دی،خو یوه خبره باید په زغرده ووایم چی امانی دوره زموږ دهیواددمطبوعاتو په تاریخ کی یوه ځلانده دوره بللی شو، په همدغه دوره کی ډیری مسلکی خپرونی ،لکه دمعارف مجله،دښځومجله،دپوځ مجله اوډیر نور نشر شوی دی،
لومړنی رادیو هم په (۱۹۲۵)میلادی کال کی په امانی دوره کی زموږ هیواد ته راغلی ده،دغی راډیو (۲۰۰) واټه ظرفیت درلود،
عکاسی زموږ په هیواد کی دسراج الخبارپه دوهم کال زموږ مطبوعاتو ته راغلی ده،سراج الخبار لومړی کال دډبرو په حروفو نشر شوی،خو دوهم کال کی بیا په زنګو ګرافی شکل خپور شوی او په همدغه وخت یی عکسونه هم خپاره کړی دی،داسی ویل کیږی چی په خپله امیر حبیب الله خان دعکاسی سره نه یوازی داچی ډیره مینه لرله بلکی خپله هم ډیر ښه عکاس وواو په ارګ کی یی نندارتون درلود،
زموږ په هیواد کی لومړنی ورځپاڼه طلوع افغان ده،چی دا هم دامیر امان الله خان په دوره کی خپریدله او دصالح محمد خان هوتک ونډه په کی زیاته وه،خو کله چی مرحوم صالح محمد خان په کندهار کی دمعارف مدیر کیږی نو طلوع افغان دمدیرت چاری لوی استاد علامه حبیبی ته سپارل کیږی،نو طلوع افغان په ډیره معیاری بڼه خپریږی دمنځپانګی له پلوه هم ډیره غنی کیږی،په دغه وخت کی طلوع افغان دژورنالیزم په څنګ کی ادب ته هم ډیر خدمت کړی دی،ارواښاد استاد بینوا ،ارواښادالفت او شمیرنوروپه دغه وخت ډیری ادبی او علمی لیکنی کړی دی،
استاد جنبش زیاته کړله،زموږ په هیواد کی دسراج الخبار سره هم مهاله په پښتونخواکی دوه خپرونی له سوات نه خپریدلی چی یو یی (الجهاد) اوبله یی (المجاهدین)نومیدله او په مکمله توګه په پښتو ژبه وی،خو په پښتونخواکی لومړنی پښتو مجله (ستړی مشی )نومیدله چی ارواښاد راحت زاخیلی یی چلوونکی وو،
خوزموږ په هیواد لومړنی مجله (پښتون غږ )نومیږی،خو په همدغه وخت کی یعنی ددوهمی نړیوالی جګړی په کلونو کی دهندوستان له نوی ډیلی نه هم په پښتو ژبه یوه مجله دمرحوم عبدلقادرخان له خواخپریدله چی (نن او پرون)یی نوم وواوټوله په پښتو ژبه وه،دپښتو لومړنی رادیویی خپرونی هم په (۱۹۳۵)میلادی کال له پیښوره نه پیل شوی دی،
بل کوم ټکی چی زه یی باید یادونه وکړم هغه دپښتوسینما ده،په دی برخه کی په پښتونخواکی لومړنی پښتو فلمونه جوړ شوی دی،دپښتولومړنی فلم ارواښاداستاد امیر حمزه شینواری له خواجوړاو ډایریکټ شوی دی،دغه دپښتو لومړنی فلم( لیلی مجنون )نومیږی او په (۱۹۴۲)میلادی کال کی جوړشوی دی،دپښتو ژبی دوهم فلم (وړانګه )نومیږی اودغه هم په (۱۹۶۰)میلادی کال کی دمرحوم استاد حمزه شینواله خوا جوړ شوی دی،دپښتو ژبی دریم فلم (تیږه) نومیږی چی دا هم په(۱۹۶۳)میلادی کال ارواښاد استاد حمزه له خواجوړ شوی دی،زما هدف له دغی یادونی نه داو چی ارواښاد استاد امیر حمزه شینواری یوازی دپښتو دغزل پلار نه دی بلکی دپښتو فلم پلار یی هم بللی شو،
دپښتو لومړنی تلویرون هم له کرښی اخوا په (۲۰۰۴)میلادی کال کی (دخیبر)په نوم له دشمشاد نه دوه کاله مخکی جوړ شوی دی،د پښتو لومړنی ویب پاڼه زما د معلوماتوله مخی دبی بی سی پښتوویب پاڼه ده،چی دهغی په جوړولو کی به ناانصافی وی که دایمل پسرلی نوم وانه خلو،ښاغلی ایمل پسرلی په دغه برخه کی ډیر کار کړی دی له هغی وروسته ډیری پښتو وبیب پاڼی دانټرنټ په نړیوال جال کی رامنځ ته شوی خولا تر اوسه هم داسی یوه معتبره پښتو ویب پاڼه نه لرو،بینوا ته یو څه امید ووخو هغه هم ونه توانیدله داسی نه چی ددغو ویب پاڼی ګټوری نه دی خو هغه څه چی په کار هغی ته لاوخت شته دی،اوس اوس (تاند) ویب پانه تر یوه بریده بریالی پښتو ویب پاڼه ده،خو موږ باید له دی نه هم ډیری ښی او معیاری ویب پاڼی ولرو،بل کوم ټکی چی زموږ ټولو پښتنو ته ضرور دی هغه انټرنیټی (ویبلاګونه)دی چی له بده مرغه ډیر یی نه لرو،موږ بایدټول ویبلاګونه ولروآو خپلی ورځنی پیښی په کی خوندی کړو،یوه یادونه بله هم کوم چی په امانی دوره کی زموږ په هیواد کی دری خصوصی خپرونی هم کیدلی چی دلته یی په لنډیز سره یادوم ،لومړی خصوصی خپرونه( انیس )وه چی مرحوم محی الدین انیس خپروله ،دوهمه خصوصی خپرونه د(نسیم سهر)په نوم خپریدله او چلوونکی یی احمد راتب وو،بله خصوصی خپرونه (نوروز) نومیدله او دمرحوم نوروزلوګری یی مسوول چلوونکی وو ، وروسته بیا ځنو دوستانو له استاد جنبش نه دموضوع په اړه پوښتنی وکړلی چی د هغه له خوا جواب شوی،
یوه پوښتنه داوه چی زموږ په هیواد کی دمسلکی ژورنالیزم زده کړی له کومو کلونو نه پیل شوی،استاد جنبش په ځواب کی و ویل:
زموږپه هیواد کی دژورنالیزم منظمی زده کړی له(۱۹۵۰)مو کلو نونه پیل شوی خو دژورنالیزم پوهنځی په (۱۹۸۰)میلادی کال کی جوړشوی دی،
دپښتوژبی لیکوال ،څیړونکی اوشاعرښاغلی سنګروال پوښتنه وکړله چی،په پخوا زمانو کی کی به خبرونه اواطلاعګانی دنایانو،یا ډمانواو دجارچیانو په وسیله رسول کیدلی،موږ دغی ته د(فولکلوریک ژورنالیزم)اصطلاع کارولی شو او که نه؟
استاد چنبش وویل:دفولکلوریک ژورنالیزم اصطلاح می نه ده اوریدلی،خو دومره ویلی شم چی ژورنالیزم په مختلفو ډولونو له هغه وخته چی انسانانو ژوند پیل کړی دی موجود وو،
ښاغلی ولی عبدالله بیا دژورنالیزم په وړاندی دشته ستونزو یادونه وکړله ،ویی ویل چی کله کله موجوده نظامونه ژورنالیزم په خپله ګټه استعمالوی اویا دژورنالیستانو په وړاندی ستونزی جوړوی ،اوس خوزموږ مطبوعات دانارشی او ګډوډی په لور روان دی،
ښاغلی نظری وویل:مرحوم مولوی صالح محمدخان هوتک نه یوازی دا چی دهیواد دژورنا لیزم له مخکښانوڅخه دی بلکی هغه دژبپوهنی په برخه کی هم ډیر کار کړی دی،دپښتو ژبی ګرامر یی هم لیکلی دی،دا چی دسراج الخبار لومړنی ګڼه نه پیداکیږی دا له ملی ارشیف نه له منځه تللی ده،ځکه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی لیکی:چی دسراج الخبار لومړی ګڼه ماپه دغه شماره او په دغه تاریخ ملی ارشیف ته سپارلی ده،دغه معلومات دحبیبی صاحب په مشهور اثر(جنبش مشروطیت خواهی) کی موندلی شو.
دلته لږ زموږ اور بل دی دغه میاشتنی غونډه دژورنالیزم په اړه په ازاد بحث سره پای ته ورسیدله.