د افغانستان د پخواني پاچا لمسي په دې هېواد کې د داسې يوې نوې تگلارې اعلان کړى چې د هغه په وينا په پلي کولو سره به يې دايمي سوله او ټيکاو ټينگ شي .
دغه تگلاره چې په درېيو پړاوونو کې به پلې شي تېرو شپږو کالو ته په کتو ټينگار لري چې تر دې دمه په دې برخه کې کوټلي گامونه نه دي اوچت شوي .
د مصطفى ظاهر وياندويانو چې د ده په وړاندې يې په يوې خبري ناسته کې دغه طرحه وړاندې کوله وويل چې دغه تگلاره د ښاغلي ظاهر تگلاره ده او د هېڅ يوې سياسي ډلې او گوند سره تړلې نه ده
.
خو په دې اړه چې دې درې پړاويزه تگلاره د څه وړ سياسي او حقوقي ملاتړ نه برخمنه ده څه نه دي ويل شوي، د افغانستان د پخواني پاچا لمسى مصطفى ظاهر دا مهال هم په افغان حکومت کې کار کوي او هم د ملي جبهې چې د دولت په مخالفت کې ولاړه ده غړيتوب لري .
دا لومړى ځل دى چې د پخواني پاچا لمسى د افغانستان په توده سياسي لوبه کې ورگډيږي او په دې هېواد کې د دايمي سولې او ټيکاو لپاره نوې تگلاره وړاندې کوي .
دغه تگلاره چې د ښاغلي ظاهر د وياندويانو له خوا په پښتو او دري ژبو ولوستل شوه ، د خبريالانو ډېرې پوښتنې نا ځوابه پاتې شوې .
د ښاغلي ظاهر د سولې دغه طرحه چې په ظاهره په افغانستان کې د دايمي سولې د ټينگښت په موخه وړاندې شوې په يو نه يو ډول د افغانستان د دولت په مشروعيت سيورى غوړوي او په تېرو شپږو کلونو کې د سولې لپاره ټولې تر سره شوې هلې ځلې ناکامې بولي .
د پخواني پاچا د لمسي دغه طرحه درې پړاوه لري، چې په لومړي پړاو کې د گوندونو، سياسي ډلو او سياسي سټو تر منځ پر بين الافغاني روغې جوړې ټينگار کوي ، په دويم پړاو کې يې د داسې يوې لويې جرگې د جوړيدو غوښتنه شوې چې په تدريجي ډول د اوسني نظام نه واک تر لاسه کړي ، خو په وروستي او درېيم پړاو کې يې پر ډيموکراتيکو ټاکنو ټينگار کړى دى .
د ښاغلي ظاهر په دغې تگلاره کې روښانه شوې نه ده چې د بين الافغااني د ټکي نه يې موخه کومې ډلې او کومې سياسي سټې دي او د افغان حکومت اصلي مخالفين چې طالبان دي په دغي وړاندې شوې طرحې کې کوم ځاى ځايگى لري ؟ او تر ټولو مهمه دا چې دغه طرحه به څه وړ پلې شي ؟
خو د ښاغلي ظاهر وياندويانو په بيا بيا په دې خبرې ډېر ټينگار لاره چې دغه تگلاره د ښاغلي ظاهر شخصي طرحه ده او د هېڅ يو گوند او سياسي ډلې استازيتوب نه کوي .
له بل پلوه مصطفى ظاهر داسې مهال د دغې طرحې وړانديز کوي چې هم په حکومتي اډانه کې پر لوړې گدۍ ناست دى او هم د افغان حکومت د مخالفينو سره ملگرى شوى دى .
د دې نوې تگلارې تر شا کېداى شي بېلابېلې پوښتنې راولاړې شي، يوه دا چې دغه تگلاره د ملي جبهې د نظر څرگنويي کولاى شي ؟ بله دا چې ښاغلى ظاهر ولې شپږ کاله وروسته په دې سوچ کې شو چې د افغانستان خلکو ته د سولې او ټيکاو په راوستنه کې د داسې يوې طرحې وړانديز وکړي .
له لويه سره دغه تگلاره داسې مهال را مخې ته شوې چې د افغانستان په لر و بر کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته منډې ترړې ډېرې شوې او هره ډله او ډلگۍ هڅه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ځان په گټه خلک ورمات کړي، چې ښايي د ښاغلي ظاهر دغه هڅه هم دغو ټاکنو ته د درېدو لپاره د شنو څراغونو د روښانه کولو په مانا نه وي .
دا ټولې هغه پوښتنې دي چې په راتلونکو ورځو کې د ښاغلي ظاهر له اړخه د نور رڼښت او څرگندتيا لپاره لارې څاري .
( دبي بي سي پښتو ويپاڼي څخه په مننه )