څه موده کېږي چي د افغانستان او چين د روابطو په باب یو لړ بحثونه روان دي. البته، واقعیت دا دی چي نن سبا چین د جهان دوهم ستر اقتصاد دی. تولیدات يې د امریکا په شمول په ټوله نړۍ کي خرڅېږي، او مشتریان یې ورځ په ورځ زیاتېږي. په بین الملي مناسباتو کي، چین ته په زیاتېدونکې توګه د یوه جدي نړیوال طاقت په سترګه کتل کېږي. اما بل واقعیت دا هم دی چي چين په تاریخي لحاظ مدام د منطقوي او نړیوالو سیاست سره محتاط برخورد کړی دی. چینايي مشران تل هڅه کوي چي له نړیوالو جنجالونو څخه ځان ګوښه وساتي، او پر خپل اقتصادي پرمختګ باندي زور واچوي. بله مساله دا ده چي چين دننه په هېواد کي د زیربنايي ودي او جوړولو لپاره ډېر کار ته اړتیا لري. که له یوې خوا چین د غربي او پرمختللې نړۍ په شان ښارونه او خدمات لري، خو له بلي خوا د یوه زراعتي او وروسته پاتي ملک غوندي کلي، ښارګوټي، او مناسبات هم لري.
مګر د شانګهای په ناسته کي د چین جمهورریس هو جین ټاو وویل: افغانستان همدا اوس تر یو مهم پړاو تېرېږي. موږ پدې باور یو چي سيمه ایز مشکلات باید سیمه ایز قدرتونه مهار او حل کړي، یا يې په لومړی سر کي د راخوټېدو مخه ونیسي، او هم باید د افغانستان په بیاودانولو کي پوره ونډه واخلي. چین د افغانستان یو مطمین ملګری او ښه ګاونډ دی. زموږ دوستي به په راتلونکي کي هم دوام ولري، او موږ به خپلي انکشافي مرستي جاري وساتو. برسېره پر دې، افغانستان او چین د ستراتیژیکو همکاریو سند هم لاسلیک کئ.
په همدې لړ کي، د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د اپریل پر ۲۷ لیکي: د پاکستان صدراعظم ګیلاني کابل ته پخپل وروستي سفر کي حامد کرزي ته په ارګ کي ویلي وو: راځه زما سره یو ځای سه. د چین سره به یارانه ټینګه کړو. د طالبانو سره په روغه جوړه کي به هم مرسته در سره وکړم. امریکا د نیمي لاري ملګری دی او چي کار يې وسي خپل یار هېر او یوازي پرېږدي. بايي صاحب، دا خبره بار بار تجربه سوې هم ده. امریکا هیڅ وفا نلري. راځه، دواړه به د چین لمن ونیسو. چین په هر حالت کي، په سړو او تودو کي، په غم او ښادي کي، او په خاني او تنګدستي کي د سړي مل او انډیوال وي. د وال سټریټ ژورنال وايي دا اسرار ورته د ارګ یوې پخې او ډاډمني سرچينې افشا کړي دي.
البته، حقیقت دا دی چي ارګ په فکري لحاظ د داسي خبرو سخت شوقي دی، او له اورېدو څخه يې خوند اخلي ځکه د ارګ سیاسي طرز تفکر د دسیسیی مفکورې پر محور راڅرخي. بل دا چي د ارګ لپاره په سیمه کي د نویو سیاسي حامیانو پیدا کول د ژوند او مرګ مسله هم ده. څرنګه چي چين په منطقه کي نوي هژمون دی، نو بنا د کابل لپاره بېجینګ یو طبیعي تمځای دی.
اوس نو، په افغانستان کي د چین اهداف څه دي؟ زما په ګومان د چین اصلي هدف، البته فعلا، امنیتي مسایل دي. چین نه غواړي چي طالبان بیا کامیاب سي، ځکه چین ډارېږي چي ترک الاصله چینايي مسلمانانو لپاره به د ټېک ځای پيدا سي. د اویغور مسلمان ښورښیان به دلته ټرینیګ، استراحت، او پټنځايونه ومومي؛ او یا به د افغانستان بې ثباتي د شرقي ترکستان سیمه نوره هم ناکراره کړي.
خو عیني واقعیت دا هم دی چي چین د خپل هدف د لاسته راوړلو په منظور په افغانستان کي امنیتي پانګونه نده کړې. په بل عبارت، هلته وارلاډان نلري، د پولیسو او اردو په روزولو کي يې فعاله برخه نده اخیستې، بلکي په امنیتي ساحه کي پر ناټو او پاکستان باندي تکیه کوي. په کابل او لویو ښارونو کي د ناټو قواوو د امینتي چتر لاندي کار کوي. او د طالبانو له حملو څخه د بچېدو لپاره د پاکستان له نفوذ څخه کار اخلي. څرنګه چي پاکستان د طالبانو حامي دی، ښايي په راتلونکې کي د طالبانو په ارتباط د چین دریځ څه نرم او یا بدل سي.
همدا راز، چين افغان ځوانانو ته د تحصیل لپاره پخپلو پوهنتونونو او مسلکي موسساتو کي د عالي او حرفوي زده کړو لپاره زمینه نده برابره کړې. چین دغه راز د افغانستان په اقتصادي سکتور کي هم د پام وړ پانګونه نده کړې. البته، چین د مس عینک او د شمال په تیلو کي پانګونه کړې ده، خو د چین اقتصادي فعالیت د افغانستان په عمومي اقتصاد کي چندان مهم اثر نلري. بلخوا، چین پخپلو پروژو کي افغانان نه استخداموي، بلکي زیاتره خپله چینایان وي.
چین په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو په اړه ضدو نقیض نظر لري. چین له یوې خوا نه غواړي چي طالبان بیا حاکم سي او د هغوی سره جوخت د منطقې مذهبي افراطیان ستراتیژیک عمق پیدا کړي. بلخوا، چين نه غواړي چي امریکا په افغانستان کي دایمي پوځي اډې ولري. په بل عبارت، چین په افغانستان کي ثبات او سوله غواړي، خو د امریکا دروند نظامي حضور نه غواړي. چین له دې بابته ځان په محاصره کي احساسوي.
خو د چین د اقتصادي انکشاف دوام دا ایجابوي چي په سیمه کي د انرژي په زیرمو او کاروبار کي مطمینه او څرګنده ونډه ولري. د مرکزي اسیا د تیلو او ګازو منابعو ته ځان رسول باید د چين لپاره زیات اهمیت ولري. بلخوا، په سیمه کي د چینايي صنعتي تولیداتو لپاره غټ مارکېټ سته.
چین او افغانستان د تاریخ په اږدو کي تجارتي او فرهنګي روابط لرل، خو په ۱۹۵۵ کي د دواړو ملکونو تر مینځ رسمي دپلوماتیکي اړیکي پيل سوې. د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ په کلونو کي د افغانستان او چين تر مینځ روابط سوکه سوکه ډېرېدل، خو په کابل کي د کمونیسټي کودتا او په تېره بیا د شوروي له تجاوز سره سم د دواړو ملکونو تر مینځ اړیکي خرابي سوې. چین د ۱۹۸۰ په کلونو کي د مجاهدینو سره مرسته کوله، خو د «شر او فساد» او طالبانو په ظلمتونو کي د دواړو ملکونو تر مینځ روابط په هيڅ شمارېدل. خو په ۲۰۰۱ کي د حامد کرزي د حکومت له راتګ سره سم د افغانستان او چین اړیکي یو ځل بیا څه غښتلي سوې.
نتیجه، د چین سره سیاسي او اقتصادي روابط پراخول د افغانستان په ګټه دي، خو د چین سره اړیکي باید د امریکا او نورو ملکونو سره د روابطو د خرابېدو په قیمت تمام نه سي. په بل عبارت، د غرب او چین سره باید داسي اړیکي ټینګي سي چي د هېواد عمومي ګټي خوندي کړي. افغانستان هم غرب او هم چين ته ضرورت لري.
والسلام