کور / تازه خبرونه / امریکا به له افغان کمانډو سره په پاکستان کي عملیات وکړي

امریکا به له افغان کمانډو سره په پاکستان کي عملیات وکړي

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د امریکا د هغو څیړنو په اړه هم بحث کړې، چې هدف یي د پاکستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو ترسره کول دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا غواړي له افغان کمانډو ځواکونو سره په ګډه د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا پوځي استخبارات اوس مهال دا مسئله څیړي، چې په څه ډول سره په پاکستان کې دننه د ترهګرو ځالی له منځه یوړلې شي.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو فعالیتونه د امریکا او ناټو لپاره په یو سرخوږي بدل شوي او له دغو سیمو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد حملې پلانیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن، د سي آی ای او د امریکا د سمندري او کمانډو ځواکونو ځینو قومندانانو لا د مخه په دې اړه خبرې کړي او د پاکستان په خاوره کې یي د امریکایي او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو ټول امکانات څیړلې دي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم په پاکستان کې دننه د امریکا او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په امکان بحث کړې او لیکلي، چې ممکن په دې اړه له زیاتو بحثونو وروسته کومه پریکړه وشي.

ورځپاڼې لیکلي، چې اوس مهال د امریکا پوځي استخبارات پدې برخه کې څیړنې کوي، خو ددې عملیاتو د پیلیدو په اړه به وروستۍ پریکړه د امریکا ولسمشر کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې فعالیت نه یوازې دا، چې د امریکا او ناټو لپاره په یو سرخوږي بدل شوې، بلکه دغې مسئلې د امریکا او پاکستان اړیکې هم خورا سړې کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې امریکا اوس پدې عملیاتو دا ټینګار وروسته له هغې کوي، چې له بیا بیا غوښتنې وروسته یی هم پاکستان د حقاني شبکې پر ضد کوم اقدام ونکړ.

ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا غواړي، چې په هر صورت، چې ممکن وي په پاکستان کې د حقاني شبکې ځالې له منځه یوسي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د امریکایی او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان په حواله لیکلي، چې د قرغې په حمله کې هم د حقاني شبکې لاس وو.

ورځپاڼه د جان الن په حواله لیکي، چې د حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي پټن ځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې حملې پلانوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د جنرال جان الن په حواله لیکلي، چې د حقاني شبکه په پاکستان کې د خپلو موجودو پټنځایونو څخه د دا ډول حملو په کولو سره د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کوي.