په افغانستان كې د ملگروملتونوځانگړي استازي يانكوبيچ د يكشنبې په ورځ هلمند د خپل سفرپه ترڅ كې د هلمند له والي محمد گلاب منگل اوددې ولايت له يوشميرديني عالمانوسره دليدنې پرمهال په يوشميرموضوعاتوخبرې وكړې.
نوموړي دې ولايت ته د خپل سفرموخه د هلمند له روانوحالاتوڅخه ليدنه اوارزونه وبلله اوزياته يې كړه چې د سفرونولړى يې نه يوازې هلمند ته غزيدلې بلكې نوروولايتونوته يې هم سفرونه كړي دي.
هغه وويل چې ملگري ملتونه ژمن دي چې په افغانستان كې به هره برخه كې خپلومرستوته دوام وركوي.
له دې ليدنې وروسته د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې د ليدنې پرمهال ورسره نوموړي په دې ولايت كې د سياسي دفترد پرانيستلواويا نه پرانيستلوژمنه نه ده كړې خوويې ويل چې په دې ولايت كې به خپلې مرستې جاري اوزياتوالى وركوي.
د نوموړي په وينا چې هغوى هلمند يومهم ولايت وباله اودا مهال د زياتوپرمختگونوشاهد دى چې د نيشه يي توكوپه وړاندې مبارزه يې د يادولووړده اوپه دې برخه كې د پام وړپرمختگ رامنځ ته شوى دى.
د هلمند والي وويل چې دوى د ملگروملتونوله ځانگړي استازي وغوښتل چې په دې ولايت كې له نيشه توكوسره د مبارزې اوله گډوپولوها خوا د ترهگروفعاليتونوته پاملرنه زياته شي.