یوه ورځ د ننګرهار په پوهنتون شفاخانه کې
( ورځ پنجشنبه،د چنګاښ لومړی، له سهاره تر مازیګره)
سپین ږیري په لوړ غږ یو نوم واخیست، یو تن جوخت له ځایه پاسید او مخامخ ورغی.
هغه، له نیمکښه دروازې ـ چې پر سر يې د ولادي نسايي څانګې لوحه لګېدلې وه ـ له یوې میرمنې سره خبرې وکړې او بیا د پوهنتون له شفاخانې ووت، شیبه وروسته راغی او یو درجن پاکي ګان یې راوړل.
وروسته یو بل چاته غږ وشو، ورغی نسخه ورسره وه د شفاخانې درملتون ته یې له پرانیستې کړکۍ ورښکاره کړه.
درملتون کې دوه کسان چتي پکي لاندې پراته وو، کړکۍ پرانیستې وې خو د دوا المارۍ قلف وې.
نسخه په لاس سړی باندې ووت او له مخامخ شخصي دواخانو یې درمل راوړل.
وروسته یې همدا کس بیا وغوښت او دا ځل یې پرې پلستر(د سیروم ستنې د بندولو لپاره) را وغوښت.
ان تر مازیګره د ننګرهار د پوهنتون شفاخانې د ولادي او نسایی څانګې څخه، خلک نسخه په لاس راوتل د شفاخانې درملتون ته یې سر ښکاره کاوه او بیا یې له بیرون شخصي درملتونونو درمل، او نور عادي ضروري توکي راوړل.
د شفاخانې د ننه درملتون د کومې موسسې په مرسته چلیږي او درمل په ارزانه پلوري، خو درملتون چلونکیو د موسسې په خیراتي درملو هم زړه نه کیږي، او نه ترې څوک پوښتنه کوي.
که خوښه يې وي، کوم یوه ته نسخه اجرا کوي اوکنه هیڅ خبره نشته.
خلکو ویل چې دوی همدغه نسخې موسسې ته ښیی او هغوی ورته په مقابل کې نوره دوا او یا نغدې روپۍ ورکوي ، خو د خلکو په خبره درملتون والا درمل بل ځای پلوري او موسسې ته هغه نسخې ښیی چې خلکو له شخصي دواخانو په لوړ قیمت اخیستي وي.
خلکودا هم ویل چې دې (بزنس ) کې ډیر لاسونه دي.
شیبه وروسته یو فلاینګ کوچ موټر کې څو میرمنې راغلې او هندواڼې یې هم ځانونو سره روغتون ته د ننه کړې .
پایوازان خوشحاله وو، ویل یې ډاکټرانې راغلې اوس به د ناروغانو غمه وخوړل شي، دا موټر غرمه بیرته هماغه شان چې ډک راغلی و ډک لاړ.
لږ وروسته یوه میرمن را ووتله خپل پایواز ته یې وویل: ناروغ په یوه چیغه دی.
هغه وویل: ډاکټرانو دوا ورنه کړه ؟ میرمن غږ کړ: هغوی ایله هندواڼې وخوړي ، سینګارونه یې وکړل او بیرته لاړې.
هغې، دا هم ویل چې د ناروغ سیروم یې خلاص و، څو ځلې ډاکټرانو پسې لاړه چې له لاسه یې سیروم لرې کړي ، ډېرې زارۍ یې وکړې خو چا یې خبرې ته غوږ نه ایښوده، خپلوکې یې ټوکې ټکالې کولې او بیا وروسته یوه له نازه کږه وږه راغله او سیروم یې لرې کړ.
ماسپښین بیا د یو چا نوم واخیستل شو، هغه ته دروازه کې یو څوک ولاړه وه ، ده څه ورکړل خو لا د شفاخانې انګړ ته راغلی نه و، چې بیا یې وغوښت.
ترې ومې پوښتل
هغه په غوسه وویل : وروره ، دې شفاخانه کې خدمت نشته خو د شیریني په نوم پیسو ته شنه ناست وي.
هغه وویل : له کومه یې کړم؟ لومړی مې ۲۰۰ کلدارې ورکړې خو ډاکټره په ناروغې غوسه شوه او ویل یې چې له ۵۰۰ کمې نه اخلي. نو ۵۰۰ مې ډاکټرې او ۲۰۰ مې (خاله ګکانو) ته ورکړې.
د هغه په وینا، ډاکټره له هغه چا چې لور یې پیدا شوي وي لږ تر لږه ۳۰۰ او چې زوی يې شوی وي، ۵۰۰ او یا له دې هم ډېرې کلدارې اخلي.
دی ځوان زیاته کړه : (( پیسې دې سر وخوري، ورکوو یې، خو چې د ناروغانو خدمت هم کیدای.))
د شفاخانې درملتون په خواکې یو غټ پوسټر لګیدلی دی، په هغه د اداري فساد په اړه ډېر څه لیکل شوي او بیا یې دا هم لیکلي چې تاسو کولی شئ د اداري فساد د لیدلو په مهال په دې پته موږ خبر کړئ.
قلم مې راوویست ، پته مې لیکله خو بیرته مې جیب ته کړ، ما ویل هسې هم ټول خبر دي، که خبر یې کړې شاید یوازې تکتیک بدل کړي.
جلال اباد، ۱۳۹۱، دچنګاښ ۳مه