اسوشیټید پریس: تیره ورځ سختو اورښتونو او سیلابونو د بدخشان په ولایت کي لږ تر لږه ۱۳ تنه او د غور په ولایت کي ۲۴ تنه ووژل. د وژل سویو کسانو تر څنګ، سیلابونو په سلګونو کورونو او زراعتې مځکو ته زیان اړولۍ دی. د ملګرو ملتونو د بشري کومکونو دفتر (اوچا) وایې چي سیلابونو و زیانمن سویو سیمو ته د ورتګ لاري هم ویجاړي کړیدي چي له امله یې د بشرې کومکونو لړۍ هم د مشکله سره مخامخ کړیده.
د یادونې وړ ده، چي سږ کال سیلابونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کي، او په خاص ډول شمالې او غربې ولایتونو کي مرګ ژوبله را منځ ته کړی او ډیر کورونه یې ویجاړ کړیدي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه