خدمتګار: د ولسمشر کرزي ټولې خبرې تکراري وې
په کابل کې خپریدونکو اکثره ورځپاڼو نن خپل مهم سرلیکونه او تبصرې د افغان دولت د دری ګونو قواو ګډې غونډې ته د ولسمشر کرزي وینا ته ځآنګړې کړي او هغه یې په بیلابیل ډول تعبیر کړی.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر د دولت د درې ګونو قواوو په ګډه غونډه کې په دې ټینګار وکړ، چې پس له دې به هڅه کیږي، چې په هیواد کې قانون په سمه توګه پلې شي او د نظام ستنې پیاوړې شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر کرزي ژمنه وکړه، چې پس له دې به د هغه واټن د راکمولو هڅه وکړي، چې د ښه حکومتدارۍ د نشتوالي او فساد له کبله د خلکو او حکومت ترمنځ رامنځ ته شوی.
خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په دې ټینګار کړې، چې په هیواد کې د اداري فساد ستونزه یوازې هغه وخت هواریدلی شي؛ چې حکومت د مفسدو چارواکو په وړاندې قانوني اقدامات وکړي او د دوی په اړه تحقیقات وکړي.
خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې افغان ولسمشر پدې غونډه کې کومې نوې موضوع ته اشاره نده کړې او خبرې یې تر ډیره تکراري وې.
ورځپاڼې لیکلي، چې ولس تمه درلودله، چې ښاغلې کرزې به دا ځلې د سولې د بهیر، اداري فساد او افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤلیتونو د لیږد په برخه کې نوې خبرې ولري، خو داسې نه وو.
ورځپاڼې لیکلي، چې کله ښاغلې کرزی په دویم ځل ولسمشر وټاکلې شو، نو ژمنه یی وکړه، چې د فساد پر ضد به کلکه مبارزه کوي، خو دده د څرګندونو برخلاف فساد ورځ تر بلې لا زیات شو.
ورځپاڼه په خپل وروستي تحلیل کې د کارپوهانو په حواله لیکي، چې په افغان حکومت کې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره اراده نشته او که پیدا شي، نو په لنډ وخت کې پدې برخه کې زیات څه کولای شي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې افغان ولسمشر دا ومنله، چې تراوسه پورې یی په بیلابیلو دلایلو له مصلحت نه کار اخستې دې، خو پس له دې به دا کار نه کوي.
ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې دې پدې برخه کې کار پیلوي او باید څوک دې ترې به شخصي دلایلو خپه نشي.
خو ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې ولسمشر کرزی د فساد پر ضد د مبارزې او د ښه حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو لپاره وروستې چانس لري.
محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر کرزي په وینا انتقاد کړې او لیکلي، چې ښاغلي کرزي د مصلحتونو پر ضد په خپله وینا کې مصلحتي خبرې وکړې.
ورځپاڼې ددې ترڅنګ لیکلي، چې ښاغلي کرزي پدې وینا سره له یوې خوا د خپلې کورنۍ د واک د ساتلو لپاره کمپاین پیل کړ او له بل لوري یی هڅه وکړه، چې د ټوکیو کنفرانس ته د یو شعار او هڅې سره ورشي.
ورځپآنې لیکلي، چې تر ډیره ویره موجوده وه، چې پدې کنفرانس کې ژمنه کیدونکې مرستې د افغانستان له کورنۍ وضعې نه متضرره شي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا که څه هم د ولسمشر کرزي څرګندونې پر ځآی بللې، خو لیکلي، چې دا څرګندونې ناوخته وې.
ورځپاڼې لیکلي، که ولسمشر په رښتیا هم د فساد پر ضد مبارزه کول غواړي، نو د ښه حکومتدارۍ لپاره دې تابیه وکړي او خپله اوسنۍ کابینه دې له غلبیله تیره کړي.
هیواد دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر کرزي دې وینا ته په اشارې لیکلی، چې د فساد پر ضد مبارزه او د ښه حکومتدارۍ رامنځ ته کول جدیت غواړي.
ورځپآڼې خبردارې ورکړې، که داسې ونشي، نو له یوې خوا به نړیوالې مرستې له لاسه وځي او له بل لوري به د فساد پر ضد مبارزه هم کومې نتیجې ته و نه رسیږي.