کور / ترخې خبري / دکم عقلتوب ترحده خبریالي !

دکم عقلتوب ترحده خبریالي !


په تیرو لسو کالو رسنیو خپل بازار ښه ګرم ساتلی دی ، امریکا پیسې ورکولې او هره ورځ به ورته نوې رادیو او په اونۍ کې به یو ټلویزیون جوړیده ، خبره راورانه وه دخبریالانو قحطي وه ځکه په افغانستان کې دژورنالیزم یو پوهنځی وه او هغه هم دومره خبریالان فارغول چې په کابل کې دندې تر سره کړي .


ایف ایم رادیوګانې شوې او ورپسې چاپي هغه هم دحده واوښتل ، هر سړي مایک راواخسته او دانښه رشتیا یی زه خبریال یم .


راځم خپلې خبرې ته ، دختیځ په کچه دجرمنیانو میډیا هاوس هم خورا ډیر خبریالان فارغ کړل او سندونه یی تر لاسه کړه ، دخوشحالۍ خبره داوه چې هر سړي کولی شول خبریال شي .


چا نو په ملي رادیو ټلویزیون کې چل یاداوه او چا په شرق او نورو کې .
ځینې خلک خپلې بې عقلې یوه حد ته ورسول ، او ځانونه یی په نه یو ډول په ملي کچه رادیوګانو او ټلویزونونو کې په دندو وګمارل . خبره نو دخبر لیکلو او په کنفرانسونو کې دپوښتونو دکولو شوه ، په ننګرهار ډیر داسې پیژنم چې دبل چا  داژانس ټکس  ناست وي تر څو دی یی دخپل ټلویزیون لپاره ثبت کړي ، زما اصل خبره داده چې دلته یو نیم خبریال داسې هم دی چې دخپل شهرت طلبۍ له امله ځینې وخت په کنفرانسونو او یاغونډو کې  داسې پوښتنه وکړي چې دخبریالانو نوم بدناموي او خلک داسې فکر کوي چې ټول به داسې وی خو حقیقت دا ندی ځکه دلته ډیرې قوۍ هستۍ هم شته دی چې هیچاته تن نه ږدي .


زه تاسې ته ځینې بیلګې په مخکې ږدم : زه به دادتیرو څو ورځو ناغیړیانې درته په ګوته کړم ، هغه بله ورځ داداري فساد په وړاندې دمبارزې یو پلاوی ننګرهار ته راغلی وه  ، یو خبریال ترې پوښتنه کوي ورته وایی (( داد فساد سره دمبارزې دعالي شورا پلاوی چې ننګرهار ته رغلی …)) په بل ځای کې وایی ((ښه نو دفساد پلاوی چې دلته راغلی ………… ))


ځه داخو بلا پسې ، یوه وورځ په سرحدي لوا کې کوم کنفرانس وه نه پوهیږم که څه وه ، خو دولسی جرګې لمړی مرستیال ظاهر قدیر هم راغلی وه نو رسنیو دهغه سره هم خبرې کولې ، یوه مسلکي خبریال یوه پوښتنه وکړه چې پوښتنه نه وه هسې پړی وه  ورته وایی په ټوله کې او په ټوله کې …………………….، که چرته دحاجي ظاهر په ځای زه وایی نو ټیک مې ورته ویل چې ځه یاره له تا بې عقله سره خبرې نه کوم ، خو هغه ورته دسخت انسانیته کار واخست او ورته دومره یی وویل یاره تاخو دومره خبرې وکړی چې زه اوس تاته دکومې خبرې ځواب درکړم داپوشتنه وه که کومه تشریح وه ………


مړه کومه کومه به یی ژاړمه هغه بله ورځ دننګرهار دسره رود ولسوالۍ ته دبرق دپایو دغزیدو چارې پیل کیدی . پخوا خو ښار ته رسیدلې وې خودا یواځې دسره رود دپنځه زره کورنیو لپاره وې نو دا والي ته وایی چې ددې افتتاح او دهغه پخوانیو تو پیر په څه کې دی ، دا ورته دا نه وایی چې برق کله راځي ، دلته څو کورنیو ته ورکول کیږي ، څو پایی دي به څومره وخت کې سرته رسیږي .


خو ځه والي دنر بچی هم ورته وایی ته نه پوهیږې چی هغه ښار ته تلی او دا سره رود ته ځي


بیا ورته وایی تاسې دپایو په غزولو خلکو ته تمې ورکړي دابه کله عملي کیږي ، وه خونه دې ورانه شه ، والي نو ورته وایی ګوره ته خبریال یی داچې نن مو شروع کړې دا وعده ده که رښتیا عملي کار ……..


بله نو داده چې ځینې خبریالان بیا ځانونه داسې معصوم ګڼي چې زه خو له چا هیڅ نه اخلم ، ته چې ځان داسې ګڼې ولې دې دولاتي شورا دغړي ذبیح الله زمري دلاسونه پاکټ په جیب کې واچوه ، ولې دې داتصالات دکمپنۍ نه دخپل کمره ماین لپاره هم ټلیفون غوښته ولې دې دکارت پروشانو داحتجاج په وخت ددوه سوو افغانیو کارتونو ته لاس ونیوه .


یوه خبره رانه پاتې شوه هغه داچې دا څو ورځې کیږي چې په یوه ټلویزیون کې دیوې زخمي ښځې سره مرکه شوې په ریپورټ کې ویل شوي چې دا ښځه دپاکستان نه په راغلیو توغندیزو بریدونو کې زخمي شوې ، ژورنالیزم دروغ نه مني تا ترې دا پوښتنه کړې چې ته دکونړ دکوم ځای یی چې وایی دغه ښځه دجمهور ریس نه څو غوښتنې لرلې ما چې معلومه کړې دا هغه ښځه ده چې دوټه پور په سمه دطالبانو لخوا په راغلې دهاوان مرمۍ لګیدلې وه او د خلکو کالي یی وینځل ، خو په وټه پور دپاکستان له اړخه لا توغندی ندی لګیدلی ، معلومات دی هم دقیق ندي .


نو زه وایم چې په خبریالي کې دې سم څه ندي ، درواغ ، ګډې وډې ، رشوت خوري ، بې ځایه پوښتنه ، نو ته به هم خوشحاله یی که خیر وي ښه تکړه خبریال یم ، په شخصي مجلسونو کې به دچا پشان لاپې وهې چې ولا والي مې بې عزته که ، داسې مې ومړه او هغسې مې وکړه.


زه له داسې تش په نامه کم عقلو خبریالانو دادارو نه ګیله کوم چې دخدای لپاره په وطن کې دومره قحط الرجال دی
دنورو نارواو په اړه بیا