په کومه ورځ چې د جرمني په لومړي بن کنفرانس کې د افغانستان د نوي سياسي نظام د جوړېدو طرحه رامنځته او په هېواد کې د يو پراخ بنسټه حکومت په اډانه کې د پراخو اقتصادي او پراختيايي ژمنې وشوې.
تر دې وروسته کرارکرار افغانستان کې د نړۍ والې ټولنې په مرسته ملي کرنسي(افغانۍ)، نوى اساسي قانون، ملي اردو، ملي پوليس، د سړکونه او د بيارغونې ډېر کارونه وشوه او لا هم روان دي.
خو د دغو ټولو شويو چارو تحمل له يوه ګاونډي هېواد سره هم نه و، هريو ترخپلې وس هڅې کړي چې د افغانستان پرپښو ودرېدو لپاره خنډونه جوړ کړي دي.
اوس چې تر لس کلن مزل وروسته افغانستان غواړي د خپلو ستونزو د حل لپاره نړۍ سره د باور ليک له مخې خپل حالت ته تغير ورکړي؛ نو ګاونډيان هڅه کوي پرسترګو يې لپې لپې شګې ورباد کړي.
په ایران کې د افغانانوپه ژوند جوړ شوی فلم چې په نړې کې باید خپورشوای وایې او په ایران کې نړې د افغان کډوالو ژوند لیدلای وایې،د یاد فلم خپریدو مخه د ایران سفارت په کابل کې ونیوله او چا دا جرات ونه کړ چې هغه رسنیو ته وښایي.
او څو ورځې وړاندې د ایران د شعګانو ستر مذهبې مشر په کابل کې لمانځل یوه نوی ډرامه وه .
امريکا، هند،فرانسه،ايتاليا،جرمني، انګلستان او يو شمیر نورو هېوادنونو له افغانستان ته د خپلې دوامداره مرستې په موخه ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړه؛ خو ګاونډيان د خپلو موخو د له منځه تلو په وېره ليدو سره هڅه وکړه د اشکالو په شکل د جرګې د وکيلانو له لارې ميليونونه ډالر مصرف او مخه يې ډپ کړي.
که څه هم جرګې او حکومت خپله موافقه وښودله؛
خو نازکو حالاتو ته په کتو د شانګهای ټړون څومره هيله ښيي چې به افغان کشاله اواره کړى شي؟
ځکه د مغرضو ګاونډيانو بدو نيتونو ته په کتو ډېرى افغانان اندېښه لري چې د افغان بسپنه ور کوونکو (ناټو) يو ستر خلاف ټرون دی. يادې اندېښنې ته په کتو ٢٠١٤ کال نه وروسته به افغانستان يو ځل بيا د ګاونډيو د سياسي لوبو ډګر نه وي؟ د شانګهاى تړون غړي هېوادونو چين او روسيې تمرينونه ښايي چې د ناټو تر وتلو وروسته چين د خپلو اقتصادي پروژو دخوندي ساتلو او روسيه دمخدره موادو د مخنيوي په بهانه په افغانستان کې خپل ځواکونه ځاى پرځاى نه کړي؟
ځکه همدا اوس پاکستان ناټو ته د ساسيت له هغو عينکو ګوري چې افغانستان کې يې حضور ورته زغم وړ نه وي.
تېره ورځ د پاکستان څخه يوې خپرېدونکې( وال ستریټ ژورنال ټريبيو ورځپانې) په حواله: پاکستان ځکه د حقاني ډلې پرضد عمل نه کوي، چې ۱۲۱۴ کال وروسته به په سيمه کې د غه ډلې په واسطه د هندوستان د نفوز مخه ونيسي .
دغه راز د پاکستان لخوا د هېواد پرختيځ باندې د توغنديزو بريدونو حملې د سياسي کارپوهانو په نظر ددغه هېواد لخوا له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون نه زغم دى چې پاکستان يې په بل رنګ څرګندونه کوي. د شننکو په اند افغانان باید د نړیوالې د خضور څخه ګټه پورته کړي چې ترڅو ګاونډیو سره سیال شي.
د يو ښېراز افغانستان په هيله