هيڅ شک او شبهه نسته، چي د ژبي د زړو او نابابه ټکو را ژوندي کول او بيرته رواجول د لغوي زېرمي د پراخولو او بډايولو له اړخه، ډېر معقوله او گټوره خبره ده؛ خو سره له دې هم دا کار په ټولو شرايطو او حالاتو کي هرومرو تر برياليتوبه نه رسيږي؛ ځکه د ټولو ژبو، له هغې ډلي څخه د پښتو ځيني کليمې، عبارتونه، محاورې، اصطلاحات، انگېرني او داسي نور ژبني جوړښتونه د ټولني د هر بل ژوندي موجود غوندي تر يوې ټاکلي دورې وروسته له استعماله لوېږي؛ او ځای یې د خپلي يا پردۍ ژبي ځينينوري کليمې نيسي . دې بدلون او اوښتون ته بايد په واقعيت کي د کليمو د ژوند او مرگ هغه قانون و وايو، چي د سياسي، اجتماعي، فرهنگي، فکري او اقتصادي شرايطو پر بېلوالي او توپير سربېره، پر ټولو بشري ټولنو يو راز واکمن دئ . د دې استدلال له مخي نو، تر هغه مهاله چي په ټولنه کي د زړو کليمو و بيا را ژوندي کېدو او رواج موندني ته سياسي، اجتماعي، کولتوري/ کلتوري ، فکري او اقتصادي امکانات برابر نسي، د يوې مړې او نابابه کليمې را ژوندی کول هم د پسرلنۍ هيښمې په شان، ډېر پايښتنسي کولای . زموږ په رسمي او مطبوعاتي ژبه کي د« آغلې » بيا را برسېره کېدل هم ماته همداسي هيښمه ښکاري؛ ځکه دا ټکی له پېړييو راهيسي د پښتنو په ورځنييو خبرو او محاورو کي مړ سوئ دئ . په خواشينۍ سره يې په را ژوندي کولو او بيا دودولو کي هم ژور او هراړخيز پام نه دئ سوئ . راسئ په لاندي کرښو کي وگورو، چي « آغلی » د پښتو په ادبي متونو کي، په څه مانا راغلئ دئ؛ له گرامري پلوه څه حالتونه لري؛ او په اختصاصي ډول يې و ښځو ته کاروَنه، علمي جواز لرلای سي که څنگه؟
لوی استاد– ارواښاد علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع – ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع) د محمد هوتک د « پټي خزانې » په حاشيو کي د غوريانو د دربار د نوميالي شاعر، ښکارندوی، په يوه قصيده کي د « آغلي » و تشريح ته داسي کښلي دي : « آغلی بمعنای زيبا و آراسته و خوشگل و قشنگ است . مؤنث آن آغلې بيای مجهول . » ۱
د پښتو ژبي او ادب د وتلي او منلي استاد – علامه عبدالشکور رشاد ( ۱۳۰۰- ۱۳۸۳ش) اروا دي خدای تل ښاده او خوشاله لري، چي په بېلابېلو پښتو متونو کې د خپلو ژورو څېړنو او موندنو له برکته، د « آغلي » پر مخکنۍ حقيقي مانا( ښايسته، ښکلی/ کښلی، پی مخی) سربېره د هغه مجازي مانا ( ښه سړی، بزرگ/ زبرگ، د روحاني برخي تښتن) ۲ او گرامري حالتونه هم را ښوولي دي . دلته د همدې دروند او فاضل استاد د عالمانه څېړنوپه روڼا کي لومړی د « آغلي » بېلابېل حالتونه بيانوو؛ او بيا په پښتو کي د ښځو د احترام، تعظيم او تکريم دپاره هغه کليمه ښيو، چي په څو دليله تر« آغلې » مناسبه او معقوله برېښي .
د پښتو په ځينو لرغونو ادبي متونو کي د « آغلي » بېلابېل گرامري حالتونه :
د غوريانو د دربار شاعر، ښکاروندوی، په خپله ښکلې پسرلنۍ قصيده کي دا ټکی د مذکر صفت په بڼه داسي کار کړئ دئ :
له مړو خاور يې آغلی گل راويوست
وچ بيديا او غر يې کړ له جنتونو۳
د احمدشابابا( ۱۱۳۵ – ۱۱۸۶ هـ ق) په ديوان کي ددې کليمې مذکر جمع، په معيتي(cumulative) حالت کي د« آغلي ᾱǧali » په بڼه، داسي راغلې ده :
خسته زړونه آلوده دي محمده!
نظر وکړه چي پوده دي محمده!
که دا نفس وشيطان ډېرکوي جنگونه
ستا آغلي را سره دي محمده! ۴
ښکارندوی د همغي پسرلنۍ قصيدې په يو بل بيت کي د « آغلي » مؤنث جمع د« آغليه ᾱǧalya » په ډول، داسي راوړې ده :
پښتونخوا ښکلي ځلمي چي ځغلي هند ته
نو آغليه پيغلي کاندي اتڼونه ۵
د خوشال خان خټک د زوی، عبدالقادر خان خټک، په ديوان کي د « آغلي » د مؤنث مفرد دپاره د « آغله ᾱǧalǝ » کليمه راغلې ده :
پر لاري تلمه، په مخه راغله
په مخ تر گل وه، ښايسته آغله۶
شېخ تيمن ( په« مخزن افغانی » کي د نعمت الله هروي د روايت له مخي په ۱۰۰۲ هـ ق کي مړ) دا کليمه په ندايي(vocative) حالت کي د مذکر مفرد دپاره داسي کار کړې ده :
د څښتن پار دئ هېر مي نه کړې
آغليه! مخ چي په يانه کړې۷
پيرمحمد کاکړ، د جمعي دپاره په ندايي حالت کي، داسي راوړې ده :
حصار د ميني په لوی کړنگ سوم
اوس را رسېږئ خپلو آغليو!
په وروستييو درو مثالو کي « آغله، آغليه، آغليو» درې سره د موصوف پر ځای استعمال سوي دي .
د خوشال خان خټک زوی، صدر خان خټک، د ۱۱۱۸ هـ ق په شا و خوا کي د آغل له مصدر څخه ( چي د ښايسته کېدلو او ښه ايسېدلو مانا به لري) د« آغی ᾱǧay » په شکل د ماضي زمانې د واحد مذکر غايب صيغه جوړه کړې ده :
چي آدم ور لره راغی
در، دېوار باندي ښه آغی۸
د صدر خان خټک د زمانې يو بل شاعر، مصري خان گگياڼي، هم د « آغی » ماضي مذکره مفرده غايبه صيغه راوړې ده :
له حِجازه دلې راغلې، په خپل قوم کي ښه آغلې
قوم کل په تا ښه آغی، اې د درست اولس سينگاره! ۹
په دغه بيت کي « ښه آغلې » د « ښه وايسېدئ » مانا لري، چي د ماضي زمانې د واحد مخاطب صيغه ده .
عبدالقادر خټک په يوسف او زليخا کي د « آغلي » مؤنثه بڼه داسي راوړې ده :
د یوسف کجاوه راغله
نهايت ښايسته آغله۱۰
د جهاندارشاه په کيسه کي، چي احمدي صاحبزاده ( ۱۱۵۵ – ۱۲۳۳ هـ ق) نظم کړېده، آغی کليمه د« ښايسته » او « ښه و ايسېدئ » دواړي ماناوي ورکيي :
دی ترې وجاروت زر کور وته نور راغی
د مسجد خلکو ته ستوري په رنگ آغی۱۱
د خوشال خان خټک ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ هـ ق ) په يوه بيت کي « آغلی » او « ښاغلی » دواړه راغلي دي :
چي ښه جمال لري هغه ښه خال لري
مخ دي آغلی دئ خال دي ښاغلی دئ ۱۲
د پښتو ادب د مشهورو شاعرانو په کلام کي مو د« آغلي » بېلابېل گرامري حالتونه وليدل . اوس پوښتنه دا ده : هغه صفت څنگه يوازي و ښځو ته اختصاص پيدا کولای سي، چي له دواړو جنسو( مذکر او مؤنث) سره استعمال يي(وي)؛ بلکي تر ښځينه جنسله نارينه جنس سره، ډېر راغلئ دئ؟! که ښځو ته « آغلې ᾱǧale » وايو، بيا نو د څه دليل له مخي ونارينه وو ته « آغلی ᾱǧalay » نه وايو؟! ځکه هغه څه چي و ښځو ته سم گڼل کيږي ونارينه وو ته هم بايد سم و بلل سي؛ حال دا چي نارينه وو ته « ښاغلی » وايو؛ خو ښځينه وو ته بې څېړني او پلټني« آغلې » راپورته کوو.
کله چي په لرغوني ادب او جنوب – لوېديځه لهجه کي د ښځينه جنس د احترام، تعظیم، تکريم، ښکلا او ښايست دپاره د « ښاغلې » ژوندۍ او مستعمله کليمه لرو، بيا نو د مړې او نابابه کلیمې ( آغلې) و گور به گوره کولو ته څه اړتيا وه؟! له داسي ژبپوهانو څخه بايد پوښتنه وسي، چي اياپه يوه نامناسب ځای کي د دغه راز مړې او متروکي کليمې په را ژوندي کولو سره، په لوی لاس، د خلگو ژوندۍ او مروجي کليمې له چلنده نه ايستل کيږي؟! ماته خو په دې کار کي د ژبپوهني، عقل او منطق هيڅ څرک نه ښکاري. ايا خلگ به دې ناسمو او نامعقولو « نوښتو»ته غاړه کښېږدي؟! مگر په دې ساده او روښانه حقيقت مو سر نه خلاصيږي، چي خلگ همېشه د خپلو کلیمو، عبارتو، محاورو، اصطلاحاتو، متلو او داسي نورو ژبنيیو او فرهنگي ميراثو په ساتنه کي تر وسه وسه مقاومت کيي . ايا دا کار په څرگند ډول نه ښيي، چي زموږ ځيني تلواري ژبپوهان، ليکوال، شاعران، ژورناليستان او نور فرهنگيان په ژبه کي د پلټني او څېړني پر ځای د احساساتو او بې خبرۍ له مخي پرېکړي کيي؟!
د پښتو محقق او مدقق ژبپوهان پوهېږي، چي « ښاغلی ṣᾱ́ǧalay » او « ښاغلې ṣᾱ́ǧale » له پېړييو پېړيیو څخه تر اوسه پوري د پښتو په جنوب – لوېديځه لهجه کي په مذکره او مؤنثه صيغه پراخ استعمال لري؛ مثلاً په کندهار کي د نارينه د درناوي، قدر او عزت دپاره وایي : « شيرين اخښی تر ټولو ښاغلی خېښ دئ »، « احمد چا دونه ښاغلی کئ، چي په هر کار کي بابايي کيي؟ »، « ورسه ته هم د هغو ښاغلو په ډله کي کښېنه! » او داسي نور . « ښاغلې » په مؤنثه صيغه کي داسي استعماليږي : « څو مياشتي تېري سوې؛ خو دا ښاغلې لا هره ورځ پر کوربچه ناسته ده؛ او د کور و هيڅ کار ته لاس نه ور وړي »، « نازو! آ ښاغلې مېلمنه دي ولاړه که دلې ده؟ »، « شينکۍ که ښاغلې نه وای، خلگو به دونه غوړمالۍ نه ورته کولای » او داسي نور . د خوشال خان خټک په يوه څلوريځه کي همدا مؤنثه صیغه ( ښاغلې) داسي راغلې ده :
تر سر تر پايه ليلا ښاغلې ده
سينه يې ځکه د مجنون داغلې ده
مینه څه هسي آسانه نه ده
چي بېځايه په چا راغلې ده ۱۳
« ښاغلی » او « ښاغلې » د پښتو لرغوني؛ خو تر اوسه ژوندۍ او مستعملي کليمې دي . په داسي حال کي چي « آغلی »، « آغله » او « آغلې » له عمرو راهيسي زموږ په ورځنييو خبرو او محاورو کي مړې دي . کله چي زړې کليمې په ژوندۍ او مستعمله بڼه لرو، بيا نو د نامناسب مفهوم دپاره د مړو او متروکو ټکو و را ژوندي کولو ته هيڅ اړتيا نه پېښيږي . لکه څنگه چي د انگرېزي ژبي ميسټه/ ميسټر(MISTER) او مسيز (Mrs/Mistress) کليمې په خپلو منځو کي بشپړه همرنگي او تَجانُس لري، « ښاغلی » او « ښاغلې » هم د شکل او مانا له پلوه يو له بله پوره همرنگي او تَجانُس لري، بلکي دواړي د يوې کليمې مذکر او مؤنث شکلونه دي . په بله وينا کله چي نارينه ته « ښاغلی » وايو، ښځي هم ته بايد هرومرو « ښاغلې » و وايو؛ حال دا چی د« ښاغلي » او « آغلي » تر منځ دا شکلي او مانوي ( معنوي) همرنگي نه ليدل کيږي . په بله وينا نارينه ته « ښاغلی » او ښځي ته « آغلې » ويل هيڅ منطق نه لري .که څه هم د لوی استاد– ارواښاد علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع – ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع ) په باور « ښاغلی » له « ښه » او « آغلی » څخه جوړ سوئ دئ۱۴؛ خو سره له هغه هم له « آغلي » سره په جوړښت، شکل او مانا کي واضح توپير او بېلوالی لري . د دې دلايلو له مخي نو په زغرده ويلای سو، چي« ښاغلې » تر « آغلې » ډېره مناسبه او معقوله ده . زموږ تلواري ژبپوهانو بايد و مطبوعاتو ته د دې ټکي تر را ايستلو مخکي د هغې پر ټولو اړخو ژور فکر کړئ وای .
لمنليکونه
۱ عبدالحی حبيبي، تصحيح و تحشيه و تعليقات پټه خزانهء محمد هوتک ( کابل : پښتو ټولنه، ۱۳۲۳) ۵۱ .
۲ پوهاند عبدالشکور رشاد، د پټي خزانې فرهنگ ، دوې برخي . ( کابل : د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی،۱۳۶۲) ۱۰ .
۳ پټه خزانه ۵۱؛ رشاد ۱۱ .
۴ د لوی احمد شاه بابا ديوان، د کابل چاپ ۱۹۸؛ رشاد ۱۱ .
۵ پټه خزانه ۵۵؛ رشاد ۱۲ .
۶ د عبدالقادر خټک ديوان، کندهار چاپ ۱۶۸؛ رشاد ۱۲ .
۷ پټه خزانه ۶۳؛ رشاد ۱۲ .
۸ د آدم خان او درخانۍ قصه ۶۲؛ رشاد ۱۴ .
۹ د مصري خان گگياڼي چاپي ديوان ۱۶۹؛ رشاد ۱۴ .
۱۰ رشاد ۱۴ .
۱۱ د چاپي قصې ۶۴ مخ ؛ رشاد ۱۵ .
۱۲ خوشال خان خټک، د خوشال خان خټک کليات، د عبدالقيوم زاهد مشواڼي اوډنه، پرتلنه، سمون او وييپانگه ( کابل : دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴) ۴۴۳.
۱۳ خوشال خان خټک ۳۹۷ .
۱۴ حبيبي، « د پښتو سيند به څنگه ليکل کيږي؟ » وږمه ۱ – ۲ ( ۱۳۴۵ ) ۵ .