کله چې د میرویس نیکه اواحمد شاه بابا ګران افغانستان د د ټولې نړئ د ترهګرو، او له مصري زندانونو څخه راخوشو شو ، د پنجاب په روزنیزو مرکزونو کې د روزل شوو او د عربو په پیسو مستو وژونکو په مرکز بدل شو نو موږ لیکوالو هغه وخت د وېرې لیکل نه شو کولې. کله چې د جونو مکتبونه وتړل شول او د زنانو په کار روزګار بندیزونه ولګیدل نو زموږ ګوتې هغه وخت شلې وي. موږ هغه وخت چپه خوله و چې د دولسو کالو ماشومانې نجوني به د شپیتو کالو بوډاګانو ته په زور په نکاح کې ورکول کیدلې. زموږ دا خويي دی چې موږ مدام نیوکه کوو. مرض ښايو خو نه يي پخپله علاج راځي او نه بل چا سره کمک کوو چې علاج يي وکړي. غلطې شمېرو په ښو کارونو خاورې اړوو. بس د خیر په غونډې ناست یو ډبرې ګوزاروو. نه د صحافت او ژورنالېزم په اصولو پوهیږو او نه په دی پوهېږو چې په کوم کار مو هېواد ته ګټه ده او په کوم کار کې مو هېواد ته تاوان دی. زموږ د کور نه هر لور ته خلک بارود ښخوي، زموږ بچیان حلالوي، زموږ مکتبونه تړي، زموږ په هېواد کې پل نه پریږدي، روغتون نه پریږدي، ان چې زموږ ګاونډي پنجاب زموږ په غرونو کې د پستې هغه بوټي هم سوځول چې موږ به يي پسته په نورو هېوادونو خرڅوله. خو بیا هم زه لیکوال یم، ستا خلاف لیکم خو پنجابی چې زما بچیان يي دیرش کاله حلال کړل زما د قلم د بریده بې غمه دی ، کرزۍ صیب شته په ده به ولیکم. دا زه یم چې ته مې ټولې نړۍ ته سپک کړلې، افغانستان مې په ټوله نړي کې د فسادي ملک په توګه معرفي کړلو، د ادري فساد ډولکی مې غاړه کې دی هر ځای يي ډنګوم چې خلک په افغانستان او د افغانستان په ادارو بی باوره کوم هم دغه ارمان او خواهش د پنجابي او ایراني دی ، زه ورته بې پیسو کار کوم. هغه خلک نه وینم چې زما د کور هر دیوال ته يي بمان ښخ کړي دي، خو دا چې په کور کې بیا رغونه کوي، پارلیمان جوړوي، اساسي قانون راوړي، ملي اردو پیاوړې کوي ، ادارې جوړه وي، مکتبونه جوړه وي. دا به په نښه کړم. دوي به وشموم، نړۍ ته به يي نه ښایم ځکه بیا خو هېواد جوړېږي. اولسمشره زموږ ستا په شان اولسمشر نه دی خوښ چې هزاره، ازبک، تاجک ، پښتانه، بلوڅان ، براهويان، پشيي او نور افغانان سینې ته رانیزدې کوي، افغانستان پیاوړې کوي. د دښمنانو ارمانونه پوره کېدلو ته نه پریږدي. موږ له خو داسې اولسمشر پکار دی، چې د حمید ګل او کرنل امام ارمان پوره کړي او زما د احمد شاه بابا وطن وویشي. ټول قامونه سره دښمنان کړي، ټولې قبیلې سره په جنګ اخته کړي ځکه افغانانو خو جنګ نه دي لیدلې. اولسمشره خپه نه شې موږ دیرش کلن جنګ ځپلي یو ، مازغه مو کار نه کوي، ستاسو زغم او ستاسو برداشت موږ ته په خپل قبائلي نظر کې کمزوري ښکاري. تاته ښکنځه کول د جهان تر ټولو اسان کار دی. ځکه يي موږ کوو. خو دا ګران کار دی چې زه تا نړۍ ته غښتلې کړم، که دغه کار وکړم نو بیا زما وطن ته خیر راځي. نړۍ زما د خلکو سره کمک کوي. نړۍ زما په وطن باور کوي. نو ځکه زه د وطن په سیندونو او د هغې په بریښنا کوټونو لیکل نه کوم ، د اوبو او خړوبولو خبرې رانه پاتې دي، د کرهڼې او بزګرۍ چارې نه څیړم. د نوو پروژو د پاره ستا رهنمايي نه کوم، د افغانستان د خلکو ستونزې نړۍ ته نه روښانه کوم، د بریښنا کوټونو د جوړولو وړاندیز نه کوم. بس چې قلم راواخلم نو کرزۍ صیب شته کنه د ده خلاف به ولیکم.
اولسمشره له موږ نه خپه نه شی، خو ستا همت او حوصله حیرانوونکی ده، ستا زغم بې سارې دی، چې څوک د خپلې میرمن نه په جګ اواز ډوډۍ نه شي غوښتلې هغه هم په تاپسې لیکل کوي. خو موږ به وروستو پوهه کیږو چې کله کرزۍ صیب نه وي، داسې افغان به بیا ونه وینو چې د خپلې شهید ورور په جنازه ولاړ وي، او داسې ووايي چې دا خو زما د هر کور حال دی، دا خو زما د ټول وطن حال دی او بیا اعلان وکړي چې که اوس هم زموږ وروڼه ټوپک کیږدي، اساسي قانونو ومني، ادارو ته احترام ولري نو موږ سولې ته چمتو یو. او خپل مړي بخښو.
اولسمشره موږ به هله پوهیږو چې د اولسمشر په څوکئ بل څوک ناست وي، چې د افغانستان د ستونزې دوه اړخونه وو، یو يي سیاسي و او بل پوځي ، سیاسي وا د حامد کرزي په لاس کې و او په بریالیتوب په مخ روان و. هم د ګاونډیانو سره، هم د هیواد له دوستانو سره هم د دننه مرورو سره او هم د بهرنیو مرور سره. هم دغه ستا سیاست دی چې حمیدګل يي حیران کړی دی چې دیرش کاله جګړه وشوه خو افغانان لا تراوسه لکه د یوې کورنۍ سره یو موټې دي. د کرنیل امام پرکتي حیران دی چې افغانستان لا تر اوسه قایم دی، استقلال لري. دغه ستا هنر دی، چې هغه خلک دی سره پخلا کړی دي، سره دی کښېنولي دي، سره دی سازمان کړی دی چې په تیرو دیرشو کلونو کې د یوبل د وینو تږي و. خو نن یوه خله یو غږ دي. دا ستا سیاست دی چې نن دښمن پنجابۍ او ایران په ټوله نړۍ کې یکي یوازې ولاړ دي، باور يي دلاسه ورکړی دی. تر کومه چې پوځي اړخ دی هغه موږ د پور په ځواکونو کوو، په اشرګندو يي کوو او په اشر کې داسې کیږي لکه چې موږ سره روانه ده. خو بیا هم موږ ستا لاس مضبوط نه کړل. خو بیا هم زه ستا خلاف لیکم او زما د وطن په هره لاره او هره کوڅه کې چې بمان چوي، زما وطن يي د سترګو ازغی دی د هغوي خلاف نه لیکم . بس چا ستا په هکله څه لیکلي دي ما منلي دي. نه مې د خپل عقل نه کار اخیستې دي، نه مې د پرون او نن په افغانستان نظر اچولی دی.
اولسمشره قدرمنه موږ په دیرش کلنه جګړه کې دغه جنګسالاران پیدا کړي دي، دا چې تاسره په حکومت کې ملګري دي. ځکه چې زموږ پوهنتونونه تړلي وو، ځوانان يا د یوې خوا جنګیدل یا د بلې خوا. نو څوک کډوال شول، څوک مهاجر. خو موږ بیا هم ستانه ګیله مند یو چې تا د پوهانو او لوستو خلکو حکومت جوړ نه کړلو. سره د دی چې پوهیږو چې په جګړو کې جنګسالاران پیدا کیږي خو موږ ستانه فروفیسران غواړو. دا زموږ بې صبري ده. موږ دلته په اروپا کې د خپلو بچو سره ژوند کوو ، امن دی ، سوله ده، ماشومان مکتبونه لري، پارکونه لري، د لوبو ځایونو لري، نو موږ څه وکړو، خو چې وخت پیدا کړو نو په کرزۍ صیب پسې به لیکنه وکړو. کنه موږ کولې شو د خپل وطن خلکو ته د نوي دور نوی سائنسي ، تعلیمي، سیاسي، پوځي، زراعتي او طبي ستراتیژئ وښایو، د بریښنا په هکله ولیکو، د پرمختګ د پروژو ځایونه په نښه کړو، د ملي اردو ملاتړ وکړو، نړۍ ته د تاریخي لويی جرګې حال ووایو، چې څنکه د هرې اولسوالې استازو د هیواد د ستراتیژیک تړون لپاره برخه واخیستله، هغه افغانان چې امان الله خان يي روم ته په تللو مجبور کړی و، ظاهرشاه يي روم ته لیږلې و، داود خان يي سره د کورنئ وژلې و، نورمحمد ترکی يي وژلې و، حفیظ الله امین يي وژلې و، نجیب الله يي پنجابي ته په لاس ورکړی او وژلی و، نن په کتارونو کې ولاړ دي، سپین کاغذونه ورسره دي په ټاکنو کې برخې اخلي، نور پرمختګ څه ته وايي خو چې خویونه بدل شي دغه پرمختګ دی، خو بیا هم زه نه شم کولی خپلو ځوانانو ته دښمن په ګوته کړم، بلکه زه يي بې لارې کوم او د دښمنانو په ځای ستا خلاف لیکل کوم. او هره لیکنه داسې کوم چې لکه کله ته په لومړي وار کابل ته تللی نو زه دی شاته ټوپک په لاس عسکر ومه. خو داسې نه ده نندارچي د ټکی مينځ ولي. زه خو نندارچي یمه، نو ته مه خپه کیږه. که په کومه ورځ زه د وطن مالک شوم، ځان مې د وطن بچي وګڼلو نو بیا به د دغه خلکو نه پرده پورته کوم دا چې زما د وطن هر دیوال ته بم ښخوي. دا چې زما د وطن بچي وژني، دا چې مکتبونه ورانوي، دا چې قومي مشران وژني. که زه د وطن بچي شوم نو بیا به زه تاجک ، ازبک، هزاره، نورستانی او نور خپل افغانان وروڼه وګڼم او زما او د پنجابي په نظر کې به فرق راشي. زما او د ایراني په نظر کې به فرق راشي. اولمشره خوا بده نه کړی نوي افغان نسل دوست او دښمن پیژني، هغه هم پیژني چې د احمد شاه بابا وطن ویشل غواړي او هغه هم پیژني چې دغه وطن ساتل غواړي، دغه بیرغ مدام جګول غواړي، د امو تر اباسینه او د چتراله تر بولانه خپل ښاد، سیال او اباد وطن غواړي. د امید او هیلو لمن به ټینګه ساتو. د افغانستان ځلمیان او پیغلې اوس د دوست او دښمن په خبره کې فرق کولی شي. خلک ګیله لري چې اولسمشر باید سیاسي ګوند جوړ کړی وی. خو که د پنجاب پوځ د پاکستان ګوند کیدلې شي، نو زموږ افغان ملي اردو هم کولې شي، د خپل وطن د سیاسي،تاریخي او جغرافیايي پولو ساتنه وکړي. هر افغان بچي د ملي اردو ملاتړ دی، هر افغان بچی د وطن د هرې ادارې کمک او ملاتړ ته ملا تړلی ولاړ دی. او د اولسمشر نه ونیسې د وړوکتون تر څوکیداره پورې هرې وطني ادارې به درناوي لري، ساتنه به يي کوي. او دا رسم به پای ته رسیږي چې نوی اولسمشر به نوی پوځ ، نوي پارلیمان او نوی نظام لري. بلکه دا نظام به پیاوړې کوو او نړۍ ته به د افغانانو جمهوري او انسان دوسته مخ په ډاګه کوو. ژوندې دي د افغانانو شعور او ملي مینه .
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانی خوشال خټک یم