د چين جمهور ريئس اعلان کړ ی دی چې د تبت لانجه يوازي په چين پوري اړه لري .
د آسوشيېټډپرس خبري آژانس د شينهوا د خبري آژانس له قوله خبر ورکړ چې د چين جمهور رئيس هو جينتائو په خپلو لومړنيو خبرو کې چې د تبت د ورستيو نا آراميو په هکله يې کړي وې، څرګنده کړه چې دا موضوع په کامله توګه د چين د پاره يوه کورنۍ موضوع ده او د تبت د تبعيدي لارښود دلایی لاما سره يوه ديني، قومي او د بشري حقوقو په اړه کومه لانجه نده .
د چين جمهور رئيس هو جينتائو وويل چې که دالايي لاما د هيواد د تجزيې ، بغاوت او د المپيک د بازيو د تحريم څخه لاس په سر شي نو چين حاضر دی د هغه سره و ګوري .
دالايي لاما هم دامريکا د تلوېزيوني شبکې ان بی سي سره په مرکه کې ويلي دي چې« موږ د چين پر ضد نه يو او بېلتون نه غواړو» .