د کندهار چارواکي وايي د ملي پوځ سرتيرو پرون په پنجوايي ولسوالي کي دعملياتو په ترڅ کي د طالبانو د ماينونو جوړولو يوه کارخانه له منځه وړې ده.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه عمليات د پنجوايي ولسوالۍ په صلوات کلي کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په برياليتوب سره ترسره سول.