د وينې د تويولو پر ځاى بايد وينه عطيه کول ملي شي
د وينې د نړيوالې ورځې په مناسبت د اففانستان لپاره د ژوند ژغورنې ادارې (LSOA) پيغام.
2012/06/20
په تېرو درې لسيزو کې د دې شاهديو چې د مظلومو، محکومو او محرومو افغانانو وينه د نړيوال سازش له مخې و بهېده او له بده مرغه دغه لړۍ لا دوام لري، بايد ژر تر ژره د وينې د تويولو دغه لړۍ ودريږي او وينه عطيه کول بايد دغسې عام شي، لکه څنګه چې په دغه هېواد کې د وينې تويول عام شوي دي.
د هغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ژوند ژغونې ادارې (LSOA) مسئول دغه ډآکتر فطرت خبرې رسنيو ته د وينې نړيوالې ورځې (Blood Donor Day) په مناسبت کړى دى.نوموړى زياتوي چې افغانستان د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې راځي په کومو کې چې د وينې د ضرورتمندو ناروغانو شمېره زياته او د وينې عطيه کوونکو شمېره ډېره کمه ده، جګړيز حالت، غربت، لوږه د ښوونې او روغتيا د کچې کموالى، په کلتوري ډول د وينې عطيه کولو سره نا اشنايي، د مجهزو وسايلو نشتوالى، د فني او مسلکي کدرونو کمښت او د حکومتي چاواکو له خوا د وينې بانکونو باندې انحصار هغه څه دي چې ناروغان يې په روغتونونو کې د وينې او د وينې د نورو اجزاؤ د ناورين سره مخامخ کړي او د وينې د کمښت ستونزه يې لاپسې پياوړې کړې ده.
ډاکتر فطرت کاږي چې د مګړۍ په افغانستان کې د وړيا وينې ورکوونکي په سلو کې تر دوه فيصده څخه هم کم دي، چې له امله يې ډېرى ناروغان د وينې د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم د وينې په پيدا کولو کې د ستونزو سره مخ دي، آن تر دې چې يو شمېر ناروغان د وينې او د وينې د مشتقاتو (Plasma, Platelets) د تطبيق لپاره ګاونډيو هېوادونو ته په تلو مجبوريږي، نوموړى وايي که د ټول هېواد په سطحه په سلو کې دوه فيصده افتخاري وينه ورکوونکي ولرو په زغرده ويلي شم چې په هېواد کې به د وينې د کمبود ستونزه له مينځه لاړه شي .
ډاکتر فطرت زياتوي تر اوسه د عامې روغتيا وزارت په دې نه دى توانېدلى چې د يادې ستونزې مخه ونيسي، د وينې بانکونو په اړه د عامې روغتيا وزارت پاليسي بيا کتنې او هر اړخيزه کېدو ته اړتيا لري، په دې معنى چې د روغتيا وزارت بايد هغه د خير ښېګړې ادارو ته چې غواړي د دولت تر سيوري لاندې په معياري توګه ناروغانو ته وينه او د وينې نورې اجزاوې برابرې کړي، د کار او خدمت زمينه مساعده کړي ځکه چې د عامې روغتيا وزارت په يواځې مټ د دې وړتيا نه لري چې د وينې اړ ناروغانو ته په ټاکلي وخت وينه عرضه کړي، د درېمې نړۍ د نورو هېوادونو په څير مدني ټولنې بايد د دولت سره اوږه په اوږه کار وکړي تر څو په عامو وګړو کې د وينې ورکولو بهير را ژوندى او ګړندى شي، نوموړي د نغوتې په ډول د کابل د وينې ملي بانک ته په اشارې سره زياتوي چې نوموړى بانک د پېنځو ميليونو وګړو د وينې اړتيا نه شي پوره کولاى، ډاکتر فطرت وايي چې دوه کاله وړاندې د عامې روغتيا وزارت د وينې ورکولو نړيوالې ورځې په مناسبت اعلان کړى وو چې د فرانسې هېواد ورسره د پېنځو نورو مجهزو بانکونو د جوړولو ژمنه کړې ده ولې د يادو ناروغانو ستونزه تر ډېره حده پر ځاى پاتې ده.
د ډاکتر فطرت په اند د عامې روغتيا وزارت تر څنګ د ښوونې روزنې، لوړو زده کړو، اجتماعي او ټلنيزو چارو، ځوانانو، اطلاعاتو کلتور، د لوړو زده کړو مؤسسات، فرهنګي او مدني نهادونه، لوبغاړي او مطبوعات د وينې د کمبود په ورکولو کې ټاکونکى رول لوبولى شي، بايد د عامه پوهاوي پراخ کمپينونه په دې لاره کې په کار واچول شي تر څو په ولاياتو، ولسواليو آن تر کليو او بانډو پورې په خلکو کې د وينې ورکولو کلچر ژوندى او څپانده شي.
د افغانستان لپاره د ژوند ژغورنې ادارې (LSOA) مسئول ژمن دى چې د خپلو هېوادوالو د ښه صحت او درملنې لپاره د عامې روغتيا له وزارت سره پر ځاى نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او هغه تجربې ورسره شريکې کړي چې په دې لاره کې يې تر لاسه کړي دي.
(LSOA) مسئول د وينې د آرزښت په آړه وآيي چې وينه د نورو آندآمونو په څېر د الله تعالى لوى نعمت دى چې نعم البدل نه لري او طبابت د دغه دومره پرمختګ سره سره په دې نه دى توانېدلى چې داسې يو ترکيب رامينځته کړي چې د وينې پر ځاى کار وکړي، د وينې محتاج ناروغانو ته الله تعالى د روغو انسانانو په رګونو کې د وينې داسې چينې ايښي دي چې د وينې نيازمندو ژوند پرې خړوب او د ژوند ډيوه يې د نهليو تروږميو کې بله وساتي.
وينه عطيه کول د اسلام او طبابت دواړو له پلوه د پوره ارزښت وړ ده، د اسلام له پلوه ځکه چې زمونږ خوږ پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم مبارک به هم هر کال د ځان څخه وينه ايستله دا د دې څرګندونه کوي چې وينه د ځانه ايستل بدن ته ګټه رسوي، په حقيقت کې وينه ورکول صدقه جاريه ده، په قرآن کريم کې ارشاد الهي دي:
وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.
ترجمه: چا چې د يو انسان ژوند وژغورلو ګويا چې د ټول انسانيت ژوند يې وژغورلو).
د طبابت له پلوه هم وينه ورکول د پوره اهميت وړ ده، تجربو ښودلې ده هغه کسان چې د وينې ورکولو روږدي دي تر نورو ښه صحت لري.
ډاکتر فطرت وايي هغه کسان چې کومه روغتيايي ستونزه ونه لري (HBV, HCV, HIV, VDRL, MP) او وزن يې د پنځوسو کلوګرامه څخه کم نه وي، په کال کې درې ځله وينه ورکولى شي، په دې شرط چې عمر يې د اتلسو او پېنځه پنځوسو کلونو تر مينځ وي، حامله ښځې او هغه ميندې چې خپلو اولادونو ته شيدې ورکوي يا د مياشتې عادت په حال کې وي وينه ورکول ورته تاوان لري.
چا ګل ته وينې ورکړې چا ازغو نه وينې وڅښې
انسان څومره بدرنګه دى انسان څومره ښايسته دى
د اړيکو لپاره: lsoa.af@gmail.com