کندهار افغانستان_ د سه شنبې په ورځ په ولايت مقام کي دکندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا په مشري غونډه جوړه سوې وه چي د کوچنيانو د مدني ټولني مشري ډاکتر رنګينې ويسا،د پوهنتون علمي مرستيال ډاکتر تواب بالاکرزي او استادانو برخه اخيستې وه.
کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا دکندهار پوهنتون د مشرتابه او ښوونکو هڅي او فعاليتونه وستايل او هغوي ته يې په خبرو کي وويل چي نور هم بايد کوښښ وکړي چي د هېواد بچيان په ښه ډول په لوړو زده کړو سمبال کړي
هغه زياته کړه چي بايد خپل فعاليتونه د پوهنتون څخه دباندي هم خلګو ته ښکاره کړي تر څو هغوي هم ترې ګټه پورته کړي چي د نوموړي اشاره د علمي کنفرانسونو او سيمنارونو جوړېدلو ته وه
والي وايې تر ډېره يې هڅه کړې او کوي يې چي په هره برخه کي د کندهار پوهنتون سره لازمي مرستي وکړي او که کومه کوچني ستونزه هم وي نو دده لخوا به حل کيږي
خو غوښتنه يې کول چي د سکتوري ادارو سره اړيکي پراخي کړي تر څو تر دې مو ښه لاس ته راوړني درلودلي وي، دکندهار پوهنتون علمي مرستيال تواب بالاکرزي د خپلو خبرو پر مهال دکندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا څخه مننه وکړه چي پر وخت يې ددوي ستونزو ته د حل لاري چاري لټولي دي
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وويل چي دکندهار د ځايي ادارې په مرسته دکندهار پوهنتون ښې لاسته راوړني لري، دده په خبره چي په کندهار پوهنتون کي ٧ پوهنځي ،په هلمند کي درې پوهنځي،روزګان کي يوه پوهنځي لري چي په زرګونه کسان پکښي په لوړو زده کړو بوخت دي . نوموړي وايې چي دا مهال يې د استادانو شمېر دوه سوه تنو ته رسېدلي دي ،دده په وينا چي د طب پوهنځي لپاره فعال کدري روغتون او د کرهڼي پوهنځي لپاره يو ښه فارم لري
نوموړي غوښتنه وکړه که چيري يې د کدري روغتون لپاره مالي منابع پيدا سي نو نه يوازي دا چي مسلکي ډاکتران به يې روزلي وي بلکي تر ډېره ځايه به يې خپلو خلګو ته روغتيايي اسانتياوي هم برابري کړي وي
بيا په وار سره دکندهار پوهنتون د اړوند پوهنځيو رئيسانو د خپلي پوهنځي لاسته راوړني او ننګوني کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا ته په ګوته کړې
او هم يې په خوا کي د استوګني د کورونو او دليليه محصلينو لپاره د ځاي غوښتنه وکړه
کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا د کندهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو څخه مننه وکړه چي تر وسه وسه هر يوه په خپله خپله برخه کي ښې لاس ته راوړني درلودلې