کور / تازه خبرونه / کندهار والي د ولايتي شورا له استازو سره وکتل

کندهار والي د ولايتي شورا له استازو سره وکتل

کندهار افغانستان_ د سه شنبې په ورځ کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا چي د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال هم حاضر وو د ولايتي شورا د رئيس حاجي محمد احسان او ددې شورا د غړو سره د خلګو پر ستونزو او مشکلاتو بحث او خبري وکړې.
د شورا غړو وويل چي دوى په اوونۍ کي دوې ورځي غونډي جوړوي چي ګڼ کسان ورته خپلي ستونزي سپاري او دوى دغه ستونزي د حل په موخه له ولايتي ادارې سره شريکوي.
هغوي وويل چي دا مهال ډېري کسان دوي ته ورغلي او د بنديانو د دوسيو د ژر څېړلو غوښتنه کوي چي اړينه ده ولايتي اداره هم په دې برخه کي دعدلي او قضايي ارګانونو سره په ګډه لا زيات کار وکړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا وويل چي دوي تر دې وړاندي د بنديانو د دوسې د څېړلو لپاره کميټه جوړه کړې چي د ولايت مقام ،ولايتي شورا،دملي امنيت،څارنوالي،قومانداني استازي پکښې دي او په دې برخه کي يې خپل کار پيل کړى دى.
کندهاروالي د ولايتي شورا غړو ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چي دوي په دې برخه کي جدي او پوره هڅي يې کړي او لا هم رواني دي.
د ولايتي شورا مشرتابه او غړو د کندهار والي څخه مننه وکړه چي د خلګو په ستونزي کي جدي دي او هميشه يې د خلګو هغه ستونزي چي د ولايتي شورا د غړو لخوا ورته رسول سوي ژر او پر وخت حل کړي دي