د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د وسله والو په مخامخ ډزو کي يو بهرنى وژل سوى.
خبرپاڼي د وژل سوي بهرنى د وژل کېدو کره ځاى نه دئ په ډاګه کړى .
طالبانو ادعا کړې چي نن ورځ او تېره شپه ماښام ئې د ځانمرګو په وسله چي شمېر ئې يوولسو تنو ته رسېږي په کندهار کي د بهرنيانو پر دوو استوګنځايو بريدونه کړي.
معلومه نه ده چي آيا دا به هم د هغو دوو بريدو قرباني وي ا و که به په بله پېښه کي وژل سوى وي.
طالبان وايي چي تېره شپه ئې د کندهار ولايت د شاه وليکوټ اولسوالۍ سره د بهرنيانو پر يوه استوګنځي بريد کړى چي د طالبانو په وينا پکښي لسونه بهرني او کورني عسکر وژل سوي او ټپيان سوي. خو د شاه وليکوټ اولسوالۍ اولسوال بيا وايي چي په دې بريد کي يوازي او يوازي لس بهرنيان ژوبل سوي .
او همدا ډول طالبان وايي چي نن سهار ئې د کندهار په زاړه ښار کي د ځلور ځانمرګو په وسيله د بهرنيانو پر يوه استوګنځي بريد کړى چي په يايله کي يې د طالبانو په وينا لسونه بهرني او کورني عسکر وژل سوي او ټپيان سوي .
خو دکندهار والي وياند جاويد فيصل بيا وايي چي د شاه وليکوټ په بريد کي کم چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د کندهار په زاړه ښار کي چي کم بريد سوى د هغه په پايله کي درې کورني عسکر وژل سوي خو بهرنيانو ته پکښي کم زيان نه دئ اوښتى.