کور / تازه خبرونه / يو بهرنى ووژل سو او دوه نور ټپيان سول

يو بهرنى ووژل سو او دوه نور ټپيان سول

لراوبر ته آيساف ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د افغانستان له لوېديځ کي درو ناپېژاندو وسله والو د خپلو ټوپکانو خولې د دوى لوري ته کړې او ډزي ئې پيل کړې چي په پايله کي ئې د خبرپاڼي په حواله درې بهرنيان ټپيان سول.
خبرپاڼه ليکي چي پېښه تر پلټني لاندي ده او په اړه به ئې نور معلومات وروسته پر ليکه سي.
خبرپاڼي د تل په څېر دوژل سوي بهرني د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.