که بست کلاه ، لا نوره ورانه سوه مسول به يې ښاغلی وزيرصاحب وي!
ليکوال : محمد رسول باوري
کابل پوهنتون ، د لرغونپوهني څانګه
د بست کلاه چي د بست طاق ،کمان يا شيشک په نوم مشهوره ده ،د يوه زاړه ښار په څير لا تر خاورو لاندي پرته ده . د دې تاريخي ودانی او د هغې په زړه پوري جوړښت د هر ليدونکي فکر د زياتو پوښتنو پر لور هڅوي. دا چي دا ودانی څه ډول وه ؟ چا جوړه کړېده ؟ کله جوړه سوېده ؟ د څه لپاره جوړه سوېده ؟ او داسي نوري پوښتني . په دې ليکنه کي دې پوښتنو ته سمدستې جواب نه سي ويل کېدای ، څيړنو او پلټونو ته اړتيا سته چي يادي سوي او دې ته ورته نوري پوښتني جواب سي.
د ا ليکنه په بنسټيزه توګه درېو موخو ته ځانګړې سوېده : لومړی د بست کلاه په اړه د يو شمير پوهانو او څيړونکو د نظرېو لنډيز ، دوهم د لنډ راپور په توګه د بست کلاه او حکومتی چارواکو ناغيړي او د ليکني دريمه موخه به د دې کلا د سمون او بيا رغوني په اړه د يوه لنډ وړانديز مطرح کول وي .
لومړی موخه : د بست کلاه او اړوند ښار يې د غوري مهال د ودانيو يوه د ستايني وړ بيلګه ده . فرانسوي لرغونپوه فيشر په دې باور دۍ چي د بست کلادغوري مهال ځانګړتيا وي لري، خو د بست کلا تر بيا ترميم وړاندي عکسونه دا سي بريښي چي ګويا د هندي سبک تر اغيزي لاندي به جوړه سوې وي . دفيشر په باور دبست کلا يوه لويه نښه د هغې کلاه شيشک دی چي د ځانګړو مراسيمو لپاره کارول سويدۍ او ښايې دا به د ښار هغه دروازه وه چي د ننوتلو او راوتلولپاره کارول کېده ، يا په بله مانادا شيشک د ښار د مدخل په توګه واقع سويدئ .
روسۍ لرغونپوهه ميرمن پوګا چينکوا هم د بست ښار او داتاريخي شيشک د غوري مهال ودانۍ ګڼي او د هغې په باور دا د خپل مهال د ودانيو يوه ځانګړې بيلګه ده ، هغه نقشونه او ډيزاين چي د خښتو په وډلو او سمون کي کارول سويدی ، لا تر اوسه دهر ليدونکي د حيرانتيا سبب ګرځي . د دې شيشک په جوړښت کي په منظمه توګه هندسي اشکال کارول سويدي ، او داسي بريښي چي ښايې د دې شيشک خوا ته به يو لوی جومات هم ودان سوی وي. . د شيشک ها خواد خاورينو غونډی په څير دنړيدلو ديوالونو يوه لړۍ سته چي د ښار په لوري به د هغه ديوالو نو ترمنځ د پخوانيو اوسيدونکو لاره وه . په دې ودانۍ کي د خښتو او تراشل سويو ډبرو څخه کار اخستل سويدی .
د اريکشرو ، په باور د بست کلاه د يوشمير څيړونکو له نظره د غزنوي پير ودانۍ ده خو دهغو نښانو او بيلګو پر بنسټ چي په پوره څرګند تيا ليدل کيږي دا ودانۍ د غوري پاچاهانو د مهال ودانۍ ګڼلای سو . د بست د کلاه او د هرات د لوۍ جومات تر منځ ورته والۍ سته چي دا په خپل وار د غوري مهال د ودانيو د سپيناوي لاسوند ګڼل کيږي . د هغو انځورونو او نقاشيو څخه چي د هرات په جومات او د بست په شيشک کي ليدل کيږي په پوره يقين سره د دې دو ودانيو تر منځ د سبک او ډول ورته والۍ ليدل کيږي .
د هاروارد کرن او ويليم ترودزل ، د څيړنوپر بنسټ چي د بست څخه د نويو تر لاسه شويو ليکلنو او يو شمير نور توکو په اړه يې تر سره کړېدي ، په دې باور چي دا ليکني په کوفي ليک دي خو د مسعود او بهرامشاه د هغو کوفي ليکنو تر اغيزي لاند نه دي چي په غزني کي سته . د نوموړي له نظره په زيات شمير کتيبو کي د ( ف ) حرف داسي ليکل سويدي چي د غوري مهال ليکنو استازيتوب کوي او داسي ليکني هم سته چي د ليکني تاريخ يې د سبکتګين د ليکنو د مهال سره ورته والۍ لري ، او يو شمير نورې بيا تر هغه مهال وړاندي زمانې په بر کي نيسي . چي ښايې تاريخ يې د نهمي پيړۍ څه تر دولسمي ميلادي پيړۍ پوري ومنل سي.
دوهمه موخه 🙁 لنډ راپور ) په تيرو دوو کالونو کي ، په پر له پسې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ د ښاغلي وزير داکتر رهين صاحب سره د هيواد د بيلا بيلو لرغونو او تاريخي ابداتو په اړه بحثونه سويدي ، خو په ځانګړي توګه د بست کلاه په اړه او د هغی کلاه د وران ويجاړ حالت د څرګندولو لپاره پر له پسې ملاقاتونه او مباحثې وسوې . دا ملا قاتونه يوازي د خبرو په حد کي نه دي پاته سوی، بلکي د رسميت پيداکولو لپاره ، ليکلي وړانديزونه او پيشنهادونه هم د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت مقام ته په بيلا بيلو مهالونو کي تسليم وړاندي سوي او تعقيب سويدي.
څه ناڅه دوه کاله وړاندي جناب وزير صاحب د يوه امريکايې لرغونپوه د راتللو انتظار درلود ، هغه چي تر شپږو مياشتو وروسته يې يو ايميل د وزير صاحب په پته ورسېدی، چي نوموړی د بست کلاه د پروژې لپاره افغانستان ته نه سي راتلای . تر هغه وروسته بيا ښاغلي وزير صاحب ته د بست د کلا په اړه وويل سوه چي دا تاريخي ابده د ورانيدلو پر لور په خورا چټکی روانه ده ، که يې مخه وه نه نيول سي ښايې د هيواد د يو شمير نورو تاريخي او لرغونو ابداتو په څير له منځه ولاړه سي. دا ځل ښاغلي وزير صاحب د بحث د لنډولو لپاره و ويل چي دا مسله دي د وزارت د ښاغلي فرهنګي مرستيال سره مطرح سي .
د وزارت محترم فرهنګي مرستيا ل سره هم دا موضوع مطرح سول او تر زياتو مباحثو وروسته داسې و انګيرل سوه چي ګويا دا اوسني بحثونه او مالومات زاړه دي ، اړينه ده چي د سيمي څخه د بست په اړه نوي مالومات د بحث لپاره راوړل سي ، بيا به ګورو چي څه کولای سو!
اتفاقآ د لوړو زدکړو د محترم وزارت له لوري په هلمندولايت کي د ( وادي هلمند پوهنتون ) د ارزوني لپاره د يوه هئېت په ترکيب کي ( ليکوال ) لښکر ګاه ته ولاړم ، د بست کلاه نوي انځورونه ، تازه مالومات او د هغه سيمي د مسولينو له لوري د دې کلاه د جوړولو اړتيا او نور اړين مالومات راټول سوه او يو ځل بيا د ښاغلي مرستيال صاحب سره د همدې ستونزي د حل لپاره را ټول سوي نوي مالو مات شريک سول . ښاغلي مرستيال صاحب په دې اړه د معينيت اړوندانو ته په اصطلاح د يوه پريزنټيشن د وړاندي کولواړتيا ياده کړل ، دا چاره هم تر سره سوه او د پريزينټيشن په څير د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت او په ځانګړي توګه د فرهنګي معينيت اړوندو چارواکو ته نوي مالومات ، انځورونه او اړين مطالب ،واورول سوه . تر پوښتنو او مباحثو وروسته ښاغلي مرستيا صاحب پرېکړه وکړه چي موږ به خپله مشوره او فیصله د وزارت محترم مقام ته ورکړو.
څو اونۍ وروسته واورېدل سوه چي ښاغلي وزير صاحب د ښاغلي مرستيال صاحب پر ليکل سوي وړانديز ليکلي چي د (( د ښاغلي استاد باوری څخه مننه وکړی )). دا چاره پر همدې ځای پای ته ورسېده او د بست کلا د جوړوني لپاره هرڅه ته د پای ټکی کښيښودل سو.
له نيکه مرغه د تير ١٣٩٠ يم کال په ورستيو کي د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د توريزم او ادري مرستيال هلمند ته د خپل رسمي سفر په ترځ کي د بست طاق او هغه تاريخي کلاه وليدل . د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال او د هلمند ښاغلي والي په خپلو مرکو او ويناو کي د بست کلاه د بيا جوړوني او رغوني اړتيا ته په ټينګار ياده کړل ، خو له بده مرغه لا تر اوسه هم ورځ تر بلي ، د ا تاريخ ابده د ورانېدلو پر لور په خورا چټکی روانه ده ، په داسي حال کي چي د هلمند ولايت مسولينو د دې تاريخي ودانی د بيا رغولو لپاره اړوندو ادارو ته د اړينو مالي مصارفو د تهيه کولو او ورکولو ډاډ ورکړيدی.
د بست کلاه په اړه ، ريښتنې ويره سته چي دا تاريخي ابده به هم د چکري منار په څير له منځه ولاړه سي او بيا به کاشکي ،کاشکي ګټه نه لري ، که د بست کلا نړيږي ، ما نايې دا ده چي د نظام د فرهنګي چارو مسولين په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ ښاغلی وزير او د هغه وزارت فرهنګي معينيت په مخا مخ ډول پړه دي. دريمه برخه : ( د بست کلاه د بيا رغولو لپاره د يوه علمي وړانديز ، لنډيز )
( يادونه : دا وړانديز مي په نسبتآ تفصيلي ډول يو کال او شپږ مياشتي وړاندي د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت مقام ته ليږلی دی . او په ١٣٩٠ لمريز کال د ګرځندوی مجلې په دوهمه ګڼه کي هم خپور سویدی. چي دلته يې لنډيز تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو)
په تيرو جګړه ايزو کالونو کي د هېواد زياتو لرغونو آثارو او تاريخي ودانيو ته زيانونه واوښتل، په دې لړ کي د هلمند ولايت اړوند د بست کلاه او اړوندوتاريخي پاتي شونو ته هم زيان ورسيدی او له بده مرغه دا تاريخي ودانی ورو ورو د بشپړ ورانيدلو لوري ته ګامونه اخلي. د بست کلا او اړوندي تاريخي سيمي بايد د ويجاړی او ورانيدلو څخه وژغورل سي. د دې وړانديز د منلو لپاره د نورو زياتو د لايلو څخه يوازي درې يا څلورو هغو ته ستاسي پام راګرځو:
لومړی: د هيواد په اساسي قانون کي د لرغونو او تاريخي شتمنيو ساتنه او پالنه د دولت او حکومتي ادارو دنده ده ؛
دوهم : د بست کلا د هيواد د زياتو پيژندل سوېو سيمو څخه ده ، آن تر دې چي د دې کلاله انځورد هيواد په بانک نوټونو کي د ملي سمبول په توګه چاپ سوېدی؛
دريم :دټول هيواد اوپه ځانګړې توګه دهلمند ولايت دګرځندوی ترټولو ارزښتمنه او عايد راوړونکې منبع ګرځېدلای سي؛
څلورم : د هيواد د تاريخي وياړونو د را څرګندېدلو لپاره به د څيړنکو او پلټونکو د لا زياتو مالوماتو مرجع او اخځ سي؛ او په دې تر تيب نور دلايل سته چي د دې لرغوني سيمي د بيا جوړوني، ساتني او پالني اړتيا برملا کړي.
د بست کلا د بيارغوني او استحکام ورکولو لپاره اړ يو چي د چارو درې پړاونه په پام کي ونيسو:
لومړی : د سيمي سروې او ساحوې څيړنه ( Field Research ) په دې پړاو کي د سيمي کارتوګرافيکي نقشې، ساحوي ترسيم،د موقعيت تثبيت ،د جوي شرايطو څرنګوالی ، د سيمي هر اړخيزه عکاسي ، د پخوانيو او نويو ودانيو تفکيک او نور په بر کي نيسي. د دې چارو د پيل لپاره د يوه لرغونپوه ، کارتوګرافر او د هغوی دکاري ټيم اړتيا سته . دا چاري به لږتر لږه درې تر څلورو مياشتو زمانه په بر کي ونيسي.
دوهم : دفتري هڅي او روزنيز کورسونه ( Chair archaeology ) په دې پړاو کي د بست په اړه کتابتوني څيړني، د بست کلا او اړوندو تاريخي ودانيو په اړه خپروني او نشرات ، د عملي کار د پرمخ وړلو لپاره د کدرونو او اړوندو اسانچارو روزنه او دوه مياشتنی مسلکي کورسونه ، د عملي هڅو لپاره د اداري اسنادو ترتيبول او نوري هڅي په دې پړاو کي تر سره کيږي. چي دا چاري به د بيا جوړوني پروژې د منلو سره يوځای پر مخ ځي .
دريم : د عملي کار پيل او تر بشپړېدلو د هغو چارو دوام ( Field work ) په دې پړاو کي د کار وسايل ، د کار لپاره اړين مواد ، د روزل سويو کدرونو او اسانچارو ګمارل،د لرغونپوه او دودانيزو چارو د ماهر انجنير تر لار ښوني لاندي د بيا جوړوني چاري د لرغونپوهني د ټولو ارونو سره سم د کار تر بشپړېدلو پوري دوام مومي. د دې چارو ټوليز مهال به د لومړي او دوهم پړاو تر پايلو وروسته څرګنديږي .
اخځونه :: ١ — حبيبي . تاريخ افغانستان بعد از اسلام .١٣٥٧.
٢ — هار وارد … د بست څخه ځني تراشل شوي خښتي . د افغانستان لرغونپوهنه١٣٦٠ .
٣ — سالک ، شکيب . معماري دوران غوری . د افغانستان لرغونپوهنه . ١٣٦٨
٤ — محمود، شاه محمود قطب منار . د افغانستان لرغونپوهنه . ١٣٦٤
٥ — باوري ، رسول . افغانستان در عهد باستان . ١٣٦٧ .