د ښوونې او روزنې په پرمختګ کې د رسنیو پر رول بحث وشو
۲۹/ جوزا/ ۱۳۹۱ کابل
د المان ږغ یا ډیچ ویلي د (واوره او زده کړه) سریال چې په هيواد کې به د اریانا او نوا راډیو له لارې هم خپریږي، یو تعلیمي سریال دی چې افغانانو ته د زده کړې ورکولو لپاره جوړ شوی.
د همدې سریال د پیل په غونډه کې د پوهنې په پرمختګ کې د رسنیو د رول په اړه یو بحث هم وشو، چې د زیات شمېر رسنیو پر وړاندې د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي محمد آصف ننګ، د اطلاعاتو او کلتور وزرات د نشراتو معین دین محمد مبارز راشدي ، د رسنیو د څار ادارې مشر صدیق الله توحیدي د مشرانو جرګې غړې انارکي هنریار او هندۍ ژورنالیستي کویتا نایر په کې خبرې وکړې.
دوی ټولو د تعلیم او تربيې د پرمختګ په لار کې د رسنیو رول مهم وباله او پر رسنیو يې ټینګار وکړ چې د هیوادوالو د پوهولو په لار کې نور هم کار وکړي.
په پیل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي محمد آصف ننګ د پوهنې وزارت د پرمختګونو څخه یادونه وکړه چې دا مهال څه د پاسه نهه میلونه افغان زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.
نوموړي په دې برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل چې ځینې افغاني رسنیو د تعلیم او تربیې په پرمختیا کې کار کړی او نور هم باید دې ټکي ته پام وکړي.
ښاغلي ننګ زیاته کړه چې د معارف پرمختګ د ټولو افغانانو ګډه دنده ده او په دې کې د مور او پلار، کوڅې، ښار، ملا امام او مشرانو رول هم مهم دی تر څو د خپلو بچيانو په روزلو کې کار وکړي.
ده پر رسنیو ږغ وکړ چې د نورو هېوادونو غوندې دي دوی هم تعليمي برخې یا ډیسټنس زده کړې ته پام وکړي او له دې لارې کولای شي پیسې هم لاسته راوړي، ښاغلي ننګ وویل چې راځئ دا ابتکار وکړو او وبه ګورو چې نتیجه يې څومره اغېزناکه ده.
ښاغلي ننګ همدرانګه د پوهنې وزارت د تعلیمي او تربیوي ټلوېزون یادونه وکړه چې ټولې خپرونې یې تعليمي دي او د یوه تعليمي مرکز په ډول د هیواد د بچیانو د روزنې لپاره کار کوي.
وروسته اطلاعاتو او کلتور وزرات د نشراتو معین دین محمد مبارز راشدي په تعلیم او تربیه کې د رسنیو د اهمیت په اړه خپلې وکړې او ویې ویل چې په د تېرو لسو کلونو په پرمختګو کې د رسنیو هغې په سر کې راځي او د خلکو په پوهاوي کې رسنیو هم ډېر کړی.
هندۍ ژورنالیستې او سیټینا ګروپ غړي آغلې کویتا نایر هم د تعلیم په پرمختګ کې رسنۍ مهمې وبللې او ویې ویل چې افغانان باید د ښځو تعلیم ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه چې لوستې او پوهې ښځې د ټولنې په رغونه او جوړونه کې ستر رول لوبولی شي.
د مشرانو جرګې غړي انارکلي هنریار د ټولو افغانانو ګډ مسولیت وباله چې د تعلیم او تربیې په برخه کې کار وکړي او د دې په اند چې تر ټولو زیات مسولیت د رسنیو دی چې د هیواد د بچیانو په روزنه کې خپله ونډه واخلي، نوموړي همدارنګه د رسنیو سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې راځئ په ګډه دې درانه مسولیت ته اوږه ورکړو او د ټولو هېوادوالو د تعلیم لپاره کار وکړو.
د رسنیو د څار ادارې مشر صدیق الله توحیدې بیا د رسنیو د اهمیت تر څنګ، نیوکه وکړه چې ګواکي رسنیو خپله دنده په سم ډول نه ده ترسره کړې او په کار وه چې په تېره لسیزه کې د هیواد تعليمي کچه ډېره لوړه شوې وای. نوموړي د افغاني ټولنې بد دودونه او رواجونه یاد کړل چې اوس یې هم خلک پالي، او دا یې د رسنیو دنده وبلله چې د هېوادوالو د ذهنونو د روښانولو لپاره شپه او ورځ کار وکړي.
په کابل کې د ډیچ ویلي د توزیع مسول عبدالمقیم عبدالرحیمزي وویل چې واوره او زده کړه سریال به د نوا او اریانا اف ام راډیوګانو له لارې خپریږي، ده همدرانګه یادونه وکړه چې په راتلونکې کې به د المان ږغ له خوا نورې تعلیمی خپرونې هم ملي او محلي رسنیو ته سپارل کیږي.