کور / راپور / ويښ افغان د وينه ورکوونکو نړیواله ورځ ولمانځله

ويښ افغان د وينه ورکوونکو نړیواله ورځ ولمانځله

د شنبې په ورځ د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک په جلال آباد ښار کې د وينه ورکوونکو (ډونرانو) نړيواله ورځ ولمانځله. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د ننګرهار د قبايلو رياست په لوی تالار کې جوړه شوې وه، يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو او د ويښ افغان غړو ګډون کړی وو.



غونډه چې د تکړه فرهنګي او خبريال ارشاد رغاند له خوا چلول کېده، د قران پاک د سپېڅلو آيتونو تر تلاوت وروسته د ويښ افغان د خدماتو څانګې مشر ډاکتر زرعلي معروف په وينا پيل شوه. ډاکتر معروف د ويښ افغان د وينه ورکوونکو ټولنې پر فعاليتونو رڼا  واچوله. نوموړي وويل، چې تر اوسه په ننګرهار کې د ويښ افغان  په  هڅو اړو کسانو ته د وړيا  وينې ورکولو په موخه شاو خوا زرو تنو خپل نومونه ثبت کړي دي او د وينې ګروپونه يې هم وار دمخه ټاکل شوي او ثبت شوي دي. تر اوسه درې سوه تنو په مخامخ ډول اړو کسانو ته د ويښ افغان په بلنه تازه وينه ورکړې ده او د تېر کمپاين په ترڅ کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ سي سي وينه ټوله شوې وه. څرنګه چې په ننګرهار کې د تلاسېميا ناروغي ډېره زياته شوې ده او زياتره  ناروغان د  وينې لپاره اړ کېږي چې پاکستان  ته سفر وکړي، نو زياتره وينه پر دغې  ناروغۍ اخته ماشومانو ته ورکړل شوې ده. ډاکتر معروف د خپلې وينا په پای کې د ننګرهار پوهنتون له رييس ډاکتر محمد صابر مومند او د ننګرهار پوهنتون د روغتون له سرطبيب ډاکتر ناصر کامه وال څخه مننه وکړه چې د ويښ افغان د وينې ورکولو له کمپاين څخه يې هر اړخير ملاتړ کړی دی. همداراز ده يادونه وکړه، چې د حصارک پخواني ولسوال حاجي عبدالخالق شل زره کلدارې مرسته کړې چې د همدې ننۍ غونډې لپاره د وينې پاکټونه پرې واخېستل شول،  مستري زرولي د سلو تنو وينه ورکوونکو لپاره انټي سېراګانې اخېستي، ښاغلي سيد رحمن زړګي د وينه ورکوونکو لپاره لس کارټنه جوس اخېستي، امان الله حسين خېل د کانکور د تياري په خپل کورس کې سل تنه وينه ورکوونکي ثبت کړي او له همدې کورس څخه تر اوسه شلو تنو مخامخ وينه ورکړي ده، د ننګرهار پوهنتون  د ساينس پوهنځي محصل دلاور خان  او ورسره نورو ملګرو يې د وينې د ورکړې په کمپاين  کې ډېرې منډې وهلي دي. ده له دغو ټولو دوستانو څخه مننه وکړه او د الله (ج) له درباره يې اجرونه ورته وغوښتل.


په ډاکتر معروف پسې د ننګرهار لوی ديني عالم او د ولايتي شورا مرستيال مفتي معين شاه عالمانه وينا وکړه او دغه غونډه  يې د څرنګوالي له اړخه  او د خير ښېګڼې د محتوا له مخې يوه بې جوړې غونډه وبلله. ده د وينې د ورکړې پر ديني اړخ ښايسته رڼا واچوله او د نبوي احاديثو په رڼا کې يې د وينې د ايستلو او اړو خلکو ته د ورکړې ديني او روغتيايي ګټې بيان کړې. نوموړي د ويښ افغان غړو ته ډاډ ورکړ، چې د خير په دې کار کې به يې هر ډول ملاتړ کوي.


ورپسې په  ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې او د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د اجرائيه شورا غړې ملالۍ شينوارې وينا وکړه او د وينې د ورکړې د کمپاين په موخه يې دا ډول غونډه بې سارې وبلله. نوموړې وويل چې په نوره نړۍ کې د وينې د ورکړې په موخه منظم کار کېږي او په همدې موخه لويې چارېټۍ فعاليت کوي، خو په افغانستان کې دا ډول هڅې چندان سابقه نه لري. نوموړې له خپله اړخه د مرستې او ولسي هڅونې ژمنه وکړه.


تر اغلې شينوارې وروسته قومي مشر ډاکتر نعيم ولاړ وينا وکړه. ده د وينې د ډونرانو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت دوينې ټولونې کمپاين ډېره ستاينه وکړه، خو پر ځايي چارواکو يې نيوکه وکړه چې داسې غونډو ته چې نمايشي نه دي او خلک ايثار او خير ښېګڼې ته هڅوي، پاملرنه نه کوي.


د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي استاد ډاکتر عبدالستار نيازی د غونډې بل وينا وال و، چې په  ننګرهار کې يې د تلسېميا د ناروغۍ پر څرنګوالي رڼا واچوله او د دغې ناروغۍ د درملنې او مخنيوي لارې چارې يې په  ګوته کړې. نوموړي وويل چې  تلاسېميا يوه غمجنه ناروغي ده او د ناروغو ماشومانو د ميندو او پلرونو حالت ډېر د زړه سوي وړ وي. ده په دې اړه خوشالي ښکاره کړه چې اوس د ويښ افغان د هڅو په  برکت د تلاسېميا ناروغان اړ نه دي چې د وينې لپاره تر پاکستانه د لارې زحمت او لګښت وګالي، بلکې په همدې خپل ولايت کې وينه ورته پيدا  کېږي.


د غونډې وروستی ويناوال  د ويښ افغان د مشرتابه غړی عبدالرحمن الفت محمودي و، چې د ويښ افغان پر فعاليتونو يې رڼا واچوله. نوموړي وويل چې، ويښ افغان د افغانستان د اوسنۍ غميزې بنيادي عواملو ته په  کتو سره خپل فعاليتونه په څلورو استقامتونو کې تنظيم کړي دي. ويښ افغان له ناپوهۍ او بې سوادۍ سره د مبارزې لپاره د هېواد په لرې پرتو سيمو کې روزنيز پروګرامونه پيل کړي، له فساد سره د مبارزې لپاره يې ځانګړي اصلاحي پروګرامونه په پام  کې نيولي، پرديو او بهرنيانو ته له  احتياجۍ څخه د خلاصون په موخه په خپلو امکاناتو او خپل همت افغان ولس ته  ټولنيز خدمتونو وړاندې کوي، چې د وينې ورکړې نننۍ غونډه يې يوه بېلګه ده  او د نفاق د راز راز رنګونو او پرديو لاسوهنو پر وړاندې د ملت جوړونې، ملي تفاهم او ملي يووالي لارې  چارې  سنجوي.


د غونډې په پای کې يو شمېر ګډونوالو د ننګرهار پوهنتون د روغتون د روغتيايي ټيم په  مرسته خپله وينه ورکړه، چې ټولو ته دې خدای(ج) ډېر ډېر اجرونه ورکړي.