د لغمان ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د مرکز مهترلام اړوند په يوه سيمه کي ناپېژاندو وسله والو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي .
د دې ولايت امنيه مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ هم د پېښي پخلى کوي او وايي چي دا پېښه د مهترلام په عمرزيو سيمه کي رامنځ ته سوې.
نوموړى وايي چي د پېښي په تړوا ئې څوک نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل کړي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کمي ډلي څه نه دي ويلي.