افغان اولسمشر حامد کرزى چي تېره ورځ سعودي عربستان ته د وليعهد شهزاده نايف بن عبدالعزيز د جنازې په مراسمو کي د ګډون په موخه تللى ؤ نن ورځ بېرته خپل هيواد ته راستون سو.
وليعهد شهزاده نايف بن عبدالعزيز چي د سعودي عربستان دکورنيو چارو وزير او هم په کال ٢٠١١ م کي د سلطان بن عبدالعزيز تر مرګ وروسته د دې هيواد وليعهد وټاکل سو د شنبې په ورځ د سويس په جينېوا ښار کي د ورپېښي ناروغۍ له کبله د ٧٩ کالو په عمر له دې نړۍ سترګي پټي کړې.
د اولسمشر له ماڼۍ څخه په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي افغان اولسمشر د جنازې د مراسو ترسره کېدو وروسته د افغان هيواد په استازيتوب د سعودي عربستان باچا ملک عبدالله د خواشينۍ مراتب وړاندي کړل.