کور / تازه خبرونه / ننګرهار : ١٥ کېلوګرامه نشيي توکي ونيول سول

ننګرهار : ١٥ کېلوګرامه نشيي توکي ونيول سول

د ننګرهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د بهسودو اولسوالۍ د کشف څانګي پنځلس کېلوګرامه نشيي توکي چي په يوه فلانکوچ ډوله موټر کي لېږدول کېدل نيولي.
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير ښاغلى خانزاده وايي چي دا توکي ئې د يوه استخباراتي راپور پر بنسټ نيولي.
نوموړى وايي چي په دې تور ئې يو تن نيولى هم دئ او اوس مهال ورڅخه پوښتني او ګروېږني رواني دي.