د کاپيسا ولايت د تګاب اولسوالۍ امنيتي مسئولين وايي چي د دې چي نن غرمه شااخوا دوولس بجې په دې اولسوالي کي ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کي ئې ٣٠ سيميزو پوليسو او اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
يو تن چي نه ئې غوښتل نوم ئې په ډاګه سي لراوبر ته وويل چي ځانمرګى بريد د اولسوالۍ ودانۍ ته نژدې سوى خو د ټپيانو او وژل سوو کسانو شمېره نه ده ورته معلومه .
د دې والايت والي جنرال محراب الدين ساپى هم د پېښي پخلى کوي او وايي چي په دې بريد کي دوه سيميز پوليس وژل سوي او د دوو سيميزو پوليسو په ګډون اولس نور اولسي وګړي ټپيان سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کمي ډلي څه نه دي ويلي.