د ننګرهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په دور بابا اولسوالي کي د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نښته سوې چي په پايله کي ئې سپکي او درنې وسلې کارول سوي.
د دې اولسوالۍ اولسوال همېشه ګل وايي چي بريد تېره ورځ سهار پر دې اولسوالۍ وسو چي زموږ له لوري سخت مقاومت ورسره وسو او په پايله کي ئې وسله وال بېرته پر شا ولاړل.
نوموړى وايي چي د وسله والو طالبانو په يوه راکټي بريد کي چي پر اولسوالۍ ئې کړى او هغه پر اولسوالۍ نه بلکي پر يوه کور موښتى، يو کوچنى ژوبل کړى.
نوموړى وايي چي د دوى لوري ته په دې نښته کي کمه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د وسله والو طالبانو په بريد کي يو کوچنى ټپي سوى او يوشمېر څاروى له منځه تللى.