کور / تازه خبرونه / چارواکي : عبدالستار ايدهي د طالبانو د گواښ لاندې دى

چارواکي : عبدالستار ايدهي د طالبانو د گواښ لاندې دى

پېښور:چارواکي وائي د پاکستان نامتو ټولنيز کارکوونکي عبدالستار ايدهي ته دطالبانو له لوري دڅيلمه خطرې په نظر کې نيولو سره امنيت ورکړل شوى دى.٨٥کلن عبدالستار ايدهي په پاکستان کې د خيرښيگړې دکارونو لپاره يو مشهور ټولنيز کارکوونکى دى، هغه دامن نړيوال انعامونه هم گټلي دي. خو په لمړي ځل د عبدالستار ايدهي په حفاظت پوليس عسکر گمارل شوي دي.يو حکومتي چارواکي يوبهرني خبري اژانس ته دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي ايدهي ته دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري خطره پيښه ده، هغوي دعبدالستار ايدهي د تښتولو په بدل کې خپل (بندي ملگري) راخوشې کول غواړي.دغه چارواکي زياته کړه عبدالستار ايدهي سره دپينځم جون څخه دوه وسله وال عسکر ملگري کړل شوي دي.
يو لوړپوړي پوليس افسر اسلم خان وئيلي دي چې په هټ لسټ مشتمل يو خط نيول شوى ؤ چې پکې دايدهي ترڅنگ ددوؤ پوليس افسرانو نومونه هم شامل ؤ چې پکې دى پخپله هم دى.٨٥ کلن ايدهي وائي ورکړل شوى امنيت يې منلى خو هغه به دخيرښيگړې کارونه دوامداره ساتي.
دايدهي دځوې فيصل ترمخه طالبان په شپږم جون دهغه دپلار سره ليدلو لپاره دهغه دفتر ته ورغلي وؤ او ورته يې باور ورکړى ؤ چې ايدهي دهغوي هدف نۀ دى. فيصل وويل طالبانو دهغۀ پلار ددرناوي جوگه گرځولى ؤ او وئيلي يې ؤ چې دهغه دخيرښيگړې کارونو ته دقدر په نظر گوري.