کور / تازه خبرونه / چاودني ١١ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چاودني ١١ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په معروف اولسوالي کي يوې چاودني يوولسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
چارواکي وايي چي پېښه تېره ورځ سهار د يوه موټرسايکل بم په وسيله رامنځ ته سوې.
د کندهار والي وياند جاويد فيصل د پېښي پخلى کوي او وايي چي چاودنه پر اولسي وګړو سوې چي يو تن پکښي وژل سوى او لس نور ټپيان دي.
اوونۍ مخکي د کندهار ولايت نړۍ وال هوايي ډګر ته څېرمه هم د يوه موټر سايکل په وسيله ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کې شپېتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى