په داسي حال کې چې د چين په تبت کې کړکېچ او تاوتريخوالی زور اخلي او د پکن د المپيک بازۍ يې تر تأثير لاندي را وستي دي، د تبت سیاسی او مذهبی مشر دالايي لاما نن ( پنجشبه) و امريکا ته خوځېدلی دی .
په يوه کال کې و امريکا ته دا د نوموړي دوهم سفر دی . ويل کيږي چې ددې پنځه ورځني سفر په ترڅ کې به دالايي لاما په اشنګټن، مشيګان او نيويارک کې بيانيې ورکړي .
دالايي لاما پنځوس کاله کيږي په هند کې ظاهراً د تبعيد په نامه ژوند کوي .
چين دالايي لاما په تبت کې په دې تورنوي چې د بهرنيو هيوادو په ښوونه او مرسته د تبت خلک و بغاوت او ګډوډيو ته را بولي .