کور / خبرتیا او پيغامونه / نښترمشاعرې ته پيغام

نښترمشاعرې ته پيغام

دنښتر کلنۍ مشاعرې ته دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزاودوستۍ فرهنگی  ټولنې پيغام


بسم الله الرحمن الرحيم


دلته هرڅوک چه اوسیږی یو افغان دئ
تـور او سـپین پیدا کول مـلی تاوان دئ
لوی هیواد به په ملی وحدت جوړیږی
دا زمــونــږه عـقیـده دامـو ایـمـان دئ


ملنگ جان


دتاريخی او وياړلې پکتيا فرهنګيانواودفرهنگی چوپړ مينه ول !


آغلو اوښاغلو!


ترهرڅه وړاندي غواړم  په سويډن کښې داافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکز اودوستۍ فرهنگي ټولنوپه استازيتوب تاسو ټولوددې درنې ادبی غونډو برخه والوته  نيکې هيلې اوتاوده سلامونه وړاندي کړم  .


زموږ لپاره دخوښۍ اووياړ ځاي دی چي يوځل بياد دنښتر کلنۍ ددرنې مشاعرې په پلمه ددې پيغام پوسېله ستاسو سره يوځاي په هغه ادبی غونډه کي برخه اخلوکوم چي  په همدې غيرتی اوتاريخي سيمې کي راټوکېدلوزلموپه  زياراوزحمت جوړه سوې ده .


سره له دې چي زموږ ټول هيوادوال په ځانگړې توگه دلويې پکتيا وياړلی ولس دورپېښو ناخوالو اوستونزوسره لاس په گرېوان دی خوبياهم ددې تاريخي ټاټوبي غښتلي اوفرهنگپال ځوانان قلم په لاس دخپل هيواد اومورنی ټاټوبي ،ښکلا اوغيرتی ولس دوياړلوڅېروتاريخي کارنامي دشعرپه ژبه دداسي درنوادبي غونډواومشاعروپه مټ  ترخپل ولسونو پوري  رسوي .


موږدلته په سويډن کښي ستاسوهلوځلو اوهمدا ډول دهغوټولوافغانانو اوفرهنگپا لوتر منځ يودبل سره هراړخيزه مرستو اوهمکاريو ته دقدر اودر نښت په سترگه گورو کوم چي ستاسو سره يې ددې درنې علمي او ادبي مشاعرې په جوړېدوکې کړېده . پدې هيله چي دپکتياولايت مرکز دگردېز په تاريخي ښارکښي ستاسو په ابتکار،زيار اوهڅوتردې لاهم درنې علمي اوادبي غونډي ،کنفرانسونه اوعلمی څېړنيز سمينارونه جوړ سي،ترڅونړۍ وال پدې پوه سی چي دادغيرتونواودنگودنگوغرونوبازان که په توره تورزن دی نواوس چي دپوهی اوقلم سيالی ده، ترهيچا شاته نه پاتېږي اوپدې لارکي ترشاتگ ورته تاريخي پېغوربرېښي .


په  خوښۍ سره ددې څرگند حقيقت يادونه کووچې داستاسو درنو فرهنگيانو او فرهنگپالوپه هاند اوزيار دادئ  داځل بيادگردېز په ښکلي ښارکښي په دوديزه بڼه دنښتر مشاعرې گډون وال يو.پر زيار اوزحمت موبرکت لوي څښتن دې تاسو ټولوته ددې انساني اوعالي فرهنگی چوپړ په خاطر په دين اودنيااجرونه درکړي .


دپکتيا ولايت په هکله لکه څرنګه چې ښايي مورخينوډېرڅه ليکليچي که ددې سيمې تاريخ ته نظرواچونوپه حقه ويلاي سوچي داليکنې ددې سيمې دپوره پېرندلولپاره کفايت نه کوي اودغه ليکلي کافي نه برېښي ؛خويوه خبره معلومه ده اوهغه داچې دلويې پکتيا اوسېدونکي په غيرت،مېړانه، سخاوت اومېلمه پالنه ،له هيواد سره مينه اوصداقت کښي تاريخي شهرت لري اوله نېکه مرغه ددې وياړی ځاي اوسېدونکوداوياړ تراوسه ساتلی دی  .


زموږ دهيوادهره سيمه  لرغوني تاريخ لري،خو دپکتيادغيرتی خلکو وياړني اوتاريخي کارنامي ز موږ دهيوادپه تاريخ کښي اوچت او درند ځاي لري . داسيمه دتاريخ په اوږدوکي په مختلفونومونوياده سوې ده ،خوپه هرنوم چي ياده سوېده دنامه سره يوځاي ئي ددسيمې دوطنپال ولس کارمې اووياړونوورسره يوځاي ياشوی دي .


دلويې پکتياد تاريخی  مشهور اولرغونى ولايت پتمنوفرهنگيانواوشاه زلمو!


پرهرملت اوولس ددخپل هيواد اوسېدونکوټولنيزژونددتاريخي اوکلتوري لاسته راوړنوساتل فرض دی،دالاسته راوړنې اووياړونه بايدپه ټوله امانت داری له يوه نسل نه بل ته ولېږدول سي . دداسي علمي،ادبی غونډو اومشاعرو جوړول يود هغو هڅوله جملې  نه شمېرل کيږي کوم چي دهغوي په مټ موږکولاي سوخپل ځوان نسل ته دخپل هيواداوټاټوبي تاريخي ارزښت اووياړنوپه هکله معلومات ورسوو.


پدې لنډ پيغام کښي  ستاسوددې درنې اوپرځاي هڅې دتاريخي ارزښت په هکله  بحث  زموږ لپاره له امکان  نه ليري خبره ده .  


پدې پوره ډاډه يو چې  پدې درنه مشاعره کښي به هرومرو درانه ليکوال اوشاعران ددې سيمې دپوهانو، شاعرانو او ليکوالودادبی چوپړ دتاريخي اوادبي ارزښت اولوړمقام په هکله مفصلې معلوماتي اوڅېړنيزي  ليکنې هم ولري  .


تاسو ټولواغلواوښاغلواونښترددې دومشاعروچې يوه ئي په ښکلي گردېزاوبله ئي په بهرکي دافغان فرهنگپالواو فرهنگيانو په مټ دجرمنی هيواددباير په ښارکښي جوړېږي،درنو برخه والوته ددې درنې ادبی غونډي اومشاعرې په بری پايته رسېدوهيله کوو .که څه هم په زرگونوکيلومتره له تاسونه ليري يو،ولی روحأ اودوطنی احساس اوميني له مخې ستاسو سره ځانونه په دې خوښئ اوښکلې ادبی مشاعره کښي شريک بولو اوستاسوددې ملي اوفرهنگی هڅو ددوام په هيله دلوي څښتن له دربانه خپل گران هيوادافغانستان ته دتل پاتي سولي اوثبات دعاکوو . ومن الله التوفيق


دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز اوپه سويډن کې
دوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگوپه استازيتوب
حبيب الله غمخور