کور / تازه خبرونه / هلمند: د ٢ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

هلمند: د ٢ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي ئې د وسله والو طالبانو دوه تنه نيولي.
چارواکي وايي چي يو تن ئې د ګرمسېر په اولسوالۍ کي چي په ګردجنګل کي د عثمانې مدرسې ښوونکى دئ او په دې ولايت کي ئې وسله وال فعاليت کاوه نيولى او اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دئ.
او دوهم تن ئې د ملا احمد برادر په نوم چي هم د وسله والو طالبانو غړى دئ د دې ولايت په لښکري بازار کي نيولى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.