د ننګرهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د شېرزادو په اولسوالۍ کي د يوې شخصي شخړي په پايله کي څلور تنه وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي.
چارواکي وايي چي دا پېښه نن سهار د يادي اولسوالۍ په تنګي کي رامنځ ته سوې .
د دې ولايت د والي وياند هم د پېښي پخلى کوي او وايي چي دوى ئې د لامل پلټولو په موخه ګام اخستى.