کور / تازه خبرونه / هلمند : ٩٤ پوليس له مسلکي زده کړو فارغ سول

هلمند : ٩٤ پوليس له مسلکي زده کړو فارغ سول

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د پوليسو په ليکو کي د سمون په موخه ئې ٩٤ تنو پوليسو ته مسلکي زده کړي ورکړي او هغوى ئې تر فراغت وروسته خپلو دندو ته لېږلي.
په دې اړه د دې ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي چي دا دوهم ځل دئ چي دوى و دې پوليسو ته مسلکي ښوونه کوي او تمه لري چي د پوليسو په ليکو کي به د دې کړني په ترسره کولو سره سمون راسي.
د نوموړي په وينا چي د يادو پوليسو روزنه ئې په دوو مياشتو کي کړې.