کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي واکمني میراثي سوه

په افغانستان کي واکمني میراثي سوه

محور نا دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د ورور قیوم کرزي د کاندیداتورۍ اعلان ته په پام سره لیکلي، چې په افغانستان کې واکمني میراثي شوه او ولسمشر د خپلې کورنۍ د برلاسي ساتلو لپاره په نړۍ کې دوه سره لوبه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې قیوم کرزي ته د ملاتړ د جلبولو لپاره په کور دننه او بهر پراخې هڅې پیل شوي او پدې ترڅ کې له یونس قانوني او د بلخ له موجوده والي عطا محمد نور سره خبرې شوي، څو مخالف ایتلاف کمزورې کړای شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پدې لړ کې په ارګ ماڼۍ کې دننه د ځینو پټو غونډو ترڅنګ ولسمشر جرمني ته په خپل وروستي سفر کې، چې پکې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک شو، ددغه هیواد له صدراعظمې غوښتي، چې باید د قیوم کرزي ملاتړ وشي.

ملي باور نا دولتي ورځپآنې بیا لیکلي، چې ممکن په راتلونکو څو میاشتو کې د قیوم کرزي انتخاباتي کمپاین هم پیل شي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ښاغلي کرزي کورنۍ پدې باور ده، چې قیوم کرزې د جمهوري ریاست پوسټ ته یو مناسب کاندید دې او دې د فکري او پوهې له پلوه دا وړتیا لري.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا د انتخاباتو په موجوده سیسټم کې ځینو ستونزو ته کتنه کړې او ټینګار یی کړې، چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

د ورځپآڼې په وینا یوه اساسي ستونزه ددې کمسیون د چارواکو په اړه ده، چې تر ډیره له سیاسي ډلو ټپلو سره تړلي پاتې دي او په پریکړو کې ناپیلې نشي پاتې کیدلې.

ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره د انتخاباتو په کمسیون کې د ځینو مهمو بدلونونو غوښتنه کړې، چې یوه یی هم د بې پرې کسانو ګمارل دي.

ورځپاڼه لیکي، چې ددې ترڅنګ باید د رای کوونکو د کارټونو په جوړولو هم باید جدي فکر وشي او داسې کارتونه جوړ شي، چې ناوړه ګټه ترې پورته نشي.

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د کمسیون د مشر په حواله لیکلي، که سر له اوسه د انتخاباتو په لومړیتوبونو کار ونشي، نو د رڼو انتخاباتو انتظار باید ونشي.

ورځپاڼه لیکي، چې د انتخاباتو د کمسیون په وړاندې د رای ورکوونکو نوم لیکنه تر ټولو ستره ننګه ونه ده او دا کمسیون غواړي، چې د احصایی اداره دې دوی ته د هر ولایت د نفوسو په اړه معلومات ورکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې امنیت او د انتخاباتو مالي ملاتړ بله مهمه مسئله ده، چې د انتخاباتو کمسیون یی سر له اوسه د غم خوړولو سپارښتنه کوي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتو د کمسیون پرونیو سپارښتنو ته په اشارې لیکلي، چې حکومت چمتو دې، چې د انتخاباتو له کمسیون سره په وخت همکاري وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې انتخاباتو ته د تیاریو لپاره دا سپارښتنه پداسې حال کې شوې، چې مخکې ویل شوي وو، ممکن د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو کال مخکې ترسره شي.

خو ورځپآڼه د انتخاباتو د کمسیون د مشر په حواله لیکي، چې دا انتخابات به له اساسي قانون سره سم په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.