کور / ترخې خبري / اسلام ضد لیکوالو ته سورڅراغ

اسلام ضد لیکوالو ته سورڅراغ

يادونه :
ددې ليکني تر خپريدو يوه ورځ وروسته له هندوستان څخه د نور افغان په نامه يوه لوستونکي په دې اړه خپله تبصره رالېږلې چي تر ډې ليکني لاندي خپريږي .


اسلام ضد لیکوالو ته سورڅراغ:


دطالبانو یا افغان مجاهدینو نظر له حنفي فقهي اصولو څخه سرچینه اخلي ، چې دنورو معاصرو اسلامي  طرزتفکراتو په نسبت خورا  له تساهل څخه ډک نظر دی ، له حنفي مذهب پرته داسې اسلامي فکري مکاتب شته   چې اعمال دایمان په جزء بللو سره ، له کفارو سره په عملي ملګرتیا مسلمان داسلام له دائرې وتلی بولي ، اما احناف دتکفیر په مسئله کې خورا محتاط دي ، او ترڅو چې څرګند عقیدوي کفر یا داسې عمل چې په عقیدوي کفر باندې څرګند دلالت وکړي له انسان څخه نه وي  ظاهر شوی ، په یو چا دارتداد یا کفر حکم نه کوي .


سره له دې چې داحنافو په نزد ایمان له ( اقرار باللسان وتصدیق بالقلب ) څخه عبارت دی ، مګر په اعمالو کې ځینې داسې اعمال شته چې په ترسره کولو یې  مسلمان  له  ایمان څخه وزي ، ځکه دا هغه اعمال دي چې په عقیدوي کفر باندې دلالت کوي .


سره له دې چې دامریکایانو په صفوفو کې دولاړو یو شمیر افغانانو په اړه تراوسه  مجاهدینو  دکفر او ارتداد حکم نه دی کړی  ، مګر له بده بخته  دهمدې امریکایي افغانانو له جملې ځینو یې اوس داسې کارونو ته لاس اچولی ، چې په شعوري یا غیرشعوري توګه ځان په خپله داسلام له دائرې وباسي  ( اعاذنالله منها )


په دې وروستیو کې مې د څو طالب ضد لیکوالو لیکنې ترسترګه شوې ، چې لیکوالو یې ددې پرځای چې له امریکاسره په جګړه بوختومجاهدینو  په وړاندې  خپله ورسپارل شوې ( اقلا ناروا )تبلیغاتي مبارزه وکړي  ، په عمومي اسلامي ارزښتونو او دیني شعائرو یې ملنډې وهلې وې ، او دلوستونکو په وړاندې یې داخبره  یقیني کړې وه ، چې دوی یوازې دوږې ګیډې له امله دامریکایانو دمجبورۍ ملګري یا اجیران نه دي ، بلکې په عقیدوي بنسټ شعورا په امریکایي صف کې ولاړ ، اوداسلام په وړاندې  جګړه کوي .


دې کسانو  ددې په ځای چې دجګړې په ډګر کې یې له مجاهد او طالب سره معلومه کړي ، اویوازې خپل ډالري اجرت نغد کړي ، په دیني علم ، دیني علماء ، دیني کتابونو  او نورو دیني ارزښتونو یې بریدونه کړي وو ، او خپل ټول وس یې کارولی وو ، ترڅو دغه دیني شعائر توهین او تحقیر کاندي .


دبیلګه په توګه دوی متعارف دیني علم ( په افغاني اصطلاح ملایي  او امامت ) د ډیرو ټیټو او په عامه نظر کې له سپکو کسبونو سره په یوه ردیف کې راوستی وو ، دغه راز یې مروج دیني کتابونه  ددوی په اند له قرون وسطایي افکارو ډک ( ژیړ کتابونه ) بللي وو ( العیاذ بالله )


دوی ددیني علم ، علماء کرامو ، دیني زده کوونکو ، دمسجدونو امامانو او مدارسو په اړه نورې هم خورا له بي ادبۍ او توهین ډکې خبرې لیکلې وې ، چې دلته دټولو رانقلول ضرور نه بولم  .


لکه څرنګه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي  أنصر اخاک ظالما او مظلوما ( دخپل ورور مرسته وکړه که ظالم وي او یاهم مظلوم وي ) وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم دظالم مرسته دا بولي چې له ظلم څخه منع شي ترڅو یې دګناهونو بار نور هم  دروند نه شي .


دهمدې نبوي ارشاد په اساس دلته غواړم  هغه  ډله  افغان لیکوال چې دطالب او مجاهد په خلاف په مبارزه ګومارل شوي ، او په مقابل کې یې ډالري تنخاګانې اخلي ، له دې خبر کړم ، چې دومره اخلاص دې هم نه کوي ، چې بالاخره له ایمانه په کې ځان خلاص کړي ، او ځان سوچ کفر ته وباسي  .


په لاندې دلائلو کې به تاسو وګورئ  چې ددیني علم ، دیني عالم دغه رازو نورو دیني شعائرو په سپکاوي مسلمان له  اسلام څخه وزي ، په همدې اساس ښځه پرې طلاق کیږي ، ټول کړي اعمال یې له منځه ځي ، او دوباره چې کلمه ووایي پرې لازمه ده چې نکاح او ټولو مفروض اعمال له سره پرځای کړي .


  الاستفتاء  : محترم مفتي صاحب که یوتن  ددین علماء   خوار اوسپک ګڼي اوتل وایې چې دغه خلګ په هیڅ نه پوهیږي  اونور دغسي الفاظ وایې نودغه سړی څه حکم لري یعني ګنهګار دی اوکنه ؟ المستفتي  احمدالله  غزنی


الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که دغه تن دعلماؤ تحقیر اوسپکاوی دهغوئ دعلم له امله کوي ، دغه دیني علم یې
خوارکسب ګڼي ،اوداطریقه یې خوښه نه ده ،نوبیا دغه تن له ایمان څخه خارج  اومرتدګڼل کیږي  ، توبه به کاږي  دایمان تجدید به کوي همداراز که متاهل ؤ [ودګنی ؤ]   دنکاح تجدید به  هم کوي  .یعني په دغه ارتدادیې سابقه نکاح هم ختمه ده .
اوکه یې  دغه وړاندیني نظریات نه درلودو بلکه   څه مشخصو علماوته یې په اشاره  ویل چې دزماني په عصري تعلیماتو نه پوهیږي ،یایې  دهغوئ  اخلاق مرادؤ، اونور دديني علم له امله یې دتحقیر نیت نه ؤ نوبیاله ایمان  څخه نه وزي البته  بیاهم له داسې عمل نه ورته توبه ایستل ضروري ده ، ځکه علماء حق درسول الله صلی الله علیه وسلم وارثان اودهغوئ  نائبین دي ، ددوئ تحقیر دایمان  دزوال پیلامه ګرزي  ،  نعوذبالله منه .
في تنقیح الحامدیة  ۱\۱۰۳ نعم قال في البحر ولو صغر الفقیه اوالعلوي قاصداالاستخفاف بالدين کفر  . الخ  وفي الشامي  ۳\۲۰۳ ذکر في شرحه علی الملتقی ایضاانه لوعلی وجه المزاح یعزر فلوبطریق الحقارة کفر لان اهانة اهل العلم کفر علی المختار ، ومثله في الفتاوی الخیریة علی هامش الفتاوی الحامدیة ۲\۳۶۳
والله تعالی اعلم  


وفي الترغیب والترهیب  ۱\۴۴ وعن عبادة بن الصامت أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال


 ليس من أمتي من لم يجل كبيرنا ويرحم صغيرنا ويعرف لعالمنا


 رواه أحمد بإسناد حسن والطبراني والحاكم إلا أنه قال ليس منا


وعن ابي امامة رض قال  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  ثلاث لایستخف بهم


عن ابي مالک الاشعري  انه سمع  النبي صلی الله علیه وسلم یقول لااخاف علی امتي الاثلاث خلال : ان یکثر لهم من الدنیا فیتحاسدو الی   قوله  وان یروا   ذاعلم فیضیعوه ولایبالوا علیه  . رواه الطبراني  فی الکبیر





 طالب ضد لیکوالو ته زرغون څراغ :


د قاري حبیب په نامه یو چا لیکنه کړې وه ( اسلام ضد لیکوالو ته سور څراغ)  زه یې دومره وارخطا کړم چې دا بیا کومه بلا ډله ده چې زموږ په مبین دین پسي یې را اخستې ده او ددین په ضد مو لیکني کوي .


کله چې لیکني ته ورګډ شوم لومړی لفظ یې ( طالبان….. ) وو   سړه سا مي وکښله او بې له دې چې لیکنه په بیړه ولولم په ارامه مي ولوستله ، ځکه پوه شوی وم چې دا هغه لیکني یادوي چې د طالبانو په ناروا کړنو او افغان ضد سیاست پسي با احساسه ځوانانو قلمونه راخستي . لیکنه مي تر پایه ولوسته رښتیا هم  همدا لیکوالان او لیکني یې یادي کړې وې .


خو حیران دې ته شوم چې  لیکوال د( اسلام ضد لیکوالو) عنوان ولي غوره کړی وو ؟ ایا طالب ضد مفکوره ضرور د اسلام  او عقیدې  ضد یا ټکر مفکوره ده ؟ دا بلکل غلط تعبیر دی . هغه طالب چې موږ یې پيژنو  یوازي او یوازي ظالم او خرڅ شوی نا پوه او له علم او عالم څخه لیري یو لویدلی شخص دی . طالب ضد لیکوالان د ښه پوهي او پوره اسلامي عقیدې څښتنان دي او تل یې د اسلام په رڼا کې د هغوی ظلمونه او نارواوي ذکر کړې  دا خپل فرض بولي او بیا به یې هم لیکي . د طالب او ISI   ضد لیکوالو په هکله ستاسو سپک قضاوت چې له امریکا څخه ډالر اخلي ځکه بې اساسه دي چې دا ټول لیکوالان که له یوه اړخه د پاکستاني طالب ضد دي له بل لوري یې د امریکا او د هغوی په ظلمونو پسي هم لیکني کړې دي . دې لیکوالانو ته د پنجاب ، ISI  ، او امریکا شومي موخي او سیاستونه یو ډول دي . جهاد ته یې جهاد ویلی او پښتون او افغان ضد جنګ ته یې جهاد نه بلکې پښتون او افغان ضد توطیه  او تشدد ویلی . هره هغه کړنه  چې   ISI یې د طالب په جامه کې کوي او یا یې امریکا د بشر دوستۍ په لباس کې ترسره کوي همدې لیکوالانو ته یو ډول دي او په خپل حریم ، دین ، اولس او خاوري یې تیری کڼي .


په لیکنه کې له مفتي صاحب څخه پوښتنه شوې  چې که یو څوک  ددین علما خوار او سپک وګڼي او تل وایي چې دغه خلک په هیڅ نه پوهیږي آیا دغه کس ګنا کار دی کنه ؟


مفتي دوه فتواوي ورکوي : 
لومړی فتوا : (که دغه تن دعلماؤ تحقیر اوسپکاوی دهغوئ دعلم له امله کوي ، دغه دیني علم یې خوارکسب ګڼي ،اوداطریقه یې خوښه نه ده ،نوبیا دغه تن له ایمان څخه خارج  اومرتدګڼل کیږي.)


موږ هیڅ دیني عالم نه دی تحقیر کړی ، بلکي د هغه توپکي ملا او طالب  په ضد مو  لیکني کړې  چې تل د کویټي او کچلاک څخه د ISI   په لارښوونه له یوه هونډا موټر سایکل ، دیرش زره کلدارو ، یوې مخابرې او اصلحې سره د باديني په لار د پاکستاني پولیسو په  بدرګه راځي یا په همدې سلسله له وزیرستانه، او بیا  په افغاني اسلامي ټولنه کې نه د مکتب له سوځولو مخ اړوي   ،نه د قران په سوځولو سرپه کوي  . همدا راز نه له   افغان وژني لاس اخلي اونه په افغاني  اوپښتني ټولنه کې له هر راز ظلم او بربیت څخه مخ اړولی .


طالب او ISI ضد لیکوالان دا خپل حق او وجیبه ګڼي تر څو یې په نړیواله میډیا کې رسوا کړ ي او د جهاد او دین نومونه ورڅخه لیري کړي . (نور توضحات لاندي راځي ).


دلته خبره واضح ده چې موږ  نه د کوم عالم په ضد را ولاړ شوي یو او نه یې د کوم علم په وړاندي .


دوهمه فتوا : ( که یې  دغه وړاندیني نظریات نه درلودو بلکه   څه مشخصو علماوته یې په اشاره  ویل چې دزماني په عصري تعلیماتو نه پوهیږي ،یایې  دهغوئ  اخلاق مرادؤ، اونور دديني علم له امله یې دتحقیر نیت نه ؤ نوبیاله ایمان  څخه نه وزي)


په دې ډله کې طالب ضد لیکوالان بیا ځکه نه راځي چې هغوی علماوو ته نه بلکې  پاکستاني طالبانو ته بد رد ویلي ، او یا په بل عبارت . موږ هغه مشخصو او ناقص العلمه ملایانو او طالبانو ته  ګوته نیولې کومو چې د واقعي عالمانو او د دین د پوهانو نوم بد کړی ، او تل یې اسلام ته د ظلم ، بربیت ، تنګ نظري ، شخصیت فرستي ، کرکي او ویني بهولو دین ویلی .


له مفتي صاحب څخه دا پوښتنه ده چې ایا دپورته کړنو مرتکبین عالمان کیدی شي ؟ واضحه ده چې په هیڅ صورت نه شي کیدی .


لیکوال صاحب لیکلي چې موږ ملایانو او طالبانو ته ددوی په اصطلاح د متعارف علم خاوندانو ته بد نسبتونه کړي .  غواړم په ځواب کې زموږ د لیکوالانو د لیکنو یو څو بیلګي را واخلم چې هلته یې  د عالم او ملا تر منځ فرق بیان کړی، د طالب کړني  او ظلمونه یې ذکر کړي ، طالب  او ملا یې  د پاکستان په ISI   پوري په دلایلو تړلي ثابت کړي. او داسي نور .


 په یوه لیکنه کې د طالبیزم او ISI   ضد یو لیکوال د طالب او عالم فرق درته کوي  وا وایي :


(ملا او عالم فرق لري. ملاتوب حرفه ده، لکه جولاتوب، یا مستریتوب… خو په افغانستان کې د دغې حرفې مالکانو د خلکو د ارادې د حق د مالکیت دعوا کړې ده، او خلک خپلې بندګۍ ته رابولي. بندګي دا معنا چې حلالول او حرامول، چې په اصل کې د خدای پاک وظیفه ده، همدوی په غاړه اخیستې، د خدای کارونه کول خپله د خلکو د بنده کولو په معنا ده. او علم چې دی، دا بیا په حرفې پورې اړه نه لري، بلکې په خپل ذات کې مهم شی دی. که په کتاب کې وي، که د انسان په ککرۍ کې. د دې خبرې د وضاحت لپاره یو مثال: ډاکټر اشرف غني عالم دی، ملا نه دی، ملا محمد عمر اخوند ملا دی، عالم نه دی، ملا راکټي ملا دی، عالم نه دی، حکمتیار عالم دی، ملا نه دی. ملاتوب یوه طبقاتي اصطلاح ده. خپل لباس، خپل مظهر، خپل د تعلیم طرز، خپل د کلام او خبرو طرز، او خپل د روزنې سیسټم لري. البته، په ملایانو کې عالمان شته، او په جاهلانو کې ملایان. هیله ده موضوع روښانه شوې وي. )


واضحه خبره ده چې پورته د عالم صفت شوی ، خو د طالب او ملا ښه پيژندنه . 
یا په بل ځای کې یو ملګر ی د قران په ایات خپل استدلال ذکر کړی او داسي لیکي 
(اساساً هم اخوند طبقه یو ناوړه بدعت دی. د نبي صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ملا نه و، او دین د ټولو و. داسې کومه طبقه نه وه چې د دین پر سر یې عشرونه ټولول، یا یې زکاتونه ټولول، یا یې د خلکو مالونه خوړل، یا یې پر خلکو کومه برتري درلوده. جنازه، نکاح تړل، لمونځ ورکول، او مهم مناسک د هر چا زده وو، او هیچا بل چا ته نشوای ویلای چې زما مخ ته ګوره، زما مخ ته کتل ثواب لري. یو څوک ښایي د ځینو فقهاوو صحابه وو مثال ورکړي چې موجود ول. هو، هغوی ملایان نه ول. زکاتونه او عشرونه یې نه ټولول، د خلکو مالونه یې نه خوړل، او دا پورته ذکر شوي حرفه یي کارونه یې نه ترسره کول. یوه ډله صحابه داسې ول چې په دین کې یې تفقهه کاوو. هغوی اخوندان نه ول، بلکې علماء ول. یعنې له علمي استدلال پرته یې نور کوم طبقاتي خاصیت نه درلود، نه یې له نورو مسلمانو ځانګړی لباس درلود، نه یې د خبرو طرز ځانګړی و، نه یې کورنۍ بیلې وې، چې اخوندزادګان بلل شوي وای، او نه پر شخصیت او نظریاتو اعتراض کفر او پر دین اعتراض ګڼل کېده.


د ملایانو په وجود کې زموږ طبقاتي ټولنه د بني اسرائیلو هغې ټولنې ته پاتې کېږي چې اخوندانو (احبارو او پیرانو) پکې خدایي کوله او قرآن کریم یې په اړه وایي: ” اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَـهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ.”


دوی خپل علماء او پیران د خدای شریکان او خدای پاک ته په اربابۍ ور ګډ کړي ول، او مسیح د مریم زوی یې په خدایۍ نیولی و په داسې حال کې چې دوی یواځې د خدای پاک په بندګۍ مکلف ول چې له هغه پرته بل پرحق معبود نشته، هغه تر ټولو هغو سپېڅلی دی چې دوی یې ورسره شریک ګڼي.


د دې آیت تفسیر نبي صلی الله علیه وسلم عدی ابن حاتم ته داسې وکړ چې: د بني اسرائیلو اخوندانو به خلکو ته حرام شی حلالول، او حلال به یې ورته حرامول. کټ مټ لکه همدا نن چې اخوندان فتوا او دین کاروي، او په خپل سر حلالول، او حرامول کوي.


نو څرنګه چې حلالول او حرامول د خدای پاک عمل دی، نو دوی په اصل کې خدایي اعلان کړې ده، او خلک یې خپل عبادت ته اړویستلي دي. نو په آیت کې د اخوندانو او پیرانو له عبادت څخه مقصد دغه شی دی، نه دا چې ګواکې خلکو به دوی ته سجده کوله.)


پورته دلایلو او قراني ایاتونو ته په هیڅ صورت د اسلامي علم او علماوو ضد لیکنه نه شو ویلی .


یوه بل لیکوال ملګري په یوه لیکنه کې  د طالب  په  هکله داسي قضاوت کړی : 
( همدغو پردیو طالبانو چې د خپل لنډ اوتنګ فکر په احاطه کې کومي دیني فورملې اچولې هغه یې تل په زوره او په خپل زړه د هري مسلې د حل لپاره کارولې.  نړیوال پراخ ژوند ته یې د کلي په سترګه کتلي او په همدغو فورمولونو یې ددین په نوم د هري غوټي د خلاصولو کوښښ کړی ، چې په نتیجه کې یې هم دین ته تاوان رسولی او هم یې د دین واقعي علماووته  بدنامي )


دلته بیا د دین  د واقعي علماوو ستاینه شوې او د پردي طالب د بې علمي ثبوت ذکر شوی .


لاندي بیا د طالب کړنو او بد اعمالو ته اشاره شوې ، چې دا هرڅه نړیوالي میډیا یا رسنیو هم  د خلکو له خولې را اخستي دي : په یوه لیکنه کې  طالب اوISI   ضد  لیکوال خبري : 
(د رسنيو د راپورونو له مخي په دغه پينځلس ورځو کښي طالبانو په غزني کښي پينځلس سپين ږيري وژلي دي. او بيا يي جنازې ته هم څوک نه ور پرېږدي.


ازادۍ راډيو مي اورېده ويل يي طالبان خلکو ته وايي چي سپين ږيري به په سمو قبرونو کښي هم نه ښخوئ او لکه د حيواناتو داسي به کنده ورته جوړوئ او پکښي پټوئ به يي.


زمونږ د وطن خلک به تر څه وخته پوري د ګاونډي پسونو ته څه نه وايي او تر څه وخته پوري به يي دغه تور پسونه شنه فصلونه خوري.)


مفتي صاحب دي د طالب او ملا دا کړني  ارزیابي کړي او بیا دي ووایي چې موږ په عالمانو او اسلامي اساساتو پسي بد رد وایو که په طالبانو او پاکستاني ظالمانو پسی ؟ ؟؟؟


دلته غواړم د یو بل لیکوال  د لیکني یوه برخه را واخلم چې مفتي صاحب او لوستونکي لا ښه قضاوت وکړي چې ایا موږ دین او عالم ته بد وایو که همدې د خرافاتو څښتنانو ته : 
د یوې لیکني یوه برخه چې د طالبانو د خرافاتو تر عنوان لاندي یوه طالب او ISI ضد لیکوال لیکلې  : 
(په مجهوله او بې اساسه توګه د کوچنیو او اوسط طالبانو خپلو مشرانو ته د کراماتو ثبوت یو له هغو مهارتونو څخه دی، چې د نن عصر ملاتوب ته یې مسلکي اړخ ورکړی او خرافات يې شریعت نما کړي دي، دا چاره او وهمي ثبوت که تاسو د طالبانو خبرو ته غوږ شی، نو دوی یې ملاعمر ته هم منسوبوي، په افغانستان د امریکا له حملې وروسته د ده تری تم کیدل، وروسته د دوی په نظر دده خارق العاده!!! پیښې هغه څه دي چې نوموړي ته يې پرولایته شخصیت وربښلی دی. دوی حتی دده د امارت پر مهال دده نه راڅرګندیدل هم یو کرامت بولي!! مشکل په دې کې دی چې دوی د موضوع سیاسي اړخ بیخي مني نه چې په دا سیمه کې روانې سیاسي لوبې او د طالبانو ښکیلتیا او د پردیو لپاره ددوی عسکري خدمت هم دوی ولایتي او شریعتي بولي او بیخي په دې ISI او نورو حلقاتو باور نه لري- سره له دې چې کیسه خو له سیاسي اړخه ګرمه ده او معاملې خو يې مشرانو کړې- دا نن چې کومه لوبه په پښتني سیمو کې د دوی له لاسه ګرمه ده – تر ډیره یې علت هغه نامعقولیت دی چې د څو بې خردو له لاسه سیاست په کرامت تلل شوی او پکې وریت او پاخه پښتانه شول!!! او کله چې سیاست کوې او سیاسي شعور ختم او کرامتي خرافاتي شعور اوښتی وی، نو خود به داسې سترې سترې بیې پرې کوي لکه طالبان !)


هیله ده نور طالب ضد مفکورې ته اسلام ضد مفکوره ونه ویل شي ، او د ملا او عالم تر منځ  په توپير ټول پوه شو .


خپلو خوږو او په دین او وطن مینو طالب او ISI   ضد لیکوالاتو ته زیری ورکوم چې موږ تاسو د مفتي صاحب د فتوا په دایره کې نه   راځو ،  په لوی زړه خپلي لیکني  او څیړني کوی ، تر څو خپل ملي او دیني مسولیت ادا کړی .


له پورته اسلامي نظرونو سره سره که بیا هم څوک  له دې خبرو سره اختلاف لري، همدا اوس دې پر ګوګل سرچ، د ارسطوقراطیت یا اریسټوکراسي لفظ وپلټي، او په اړه دې یې د معاصرو علماوو نظر وګوري، چې د ملاتوب یا دیني طبقې د حاکمیت په اړه د معاصرو علماوو نظر ورته ثابت شي، او دا به هم ورته ثابته شي چې لیکوال مرتد نه، بلکې د نړیوالو معاصرو دیني علماوو د یوه عام او غښتلي نظر تابع کس دی.
ومن الله توفیق


نور افغان / هندوستان
Noreen.afghan@gmail.com