د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لوري يو ځل بيا په کندهار کښي د منډو سيالۍ پېليږي .
داسيالۍ سبا د وري پر ۲۳ مه نېټه چي د افرېل ۱۱ مه کيږي پېل کېدونکي دي .
د منډی پدې لس کيلومترۍ سيالۍ کښي د دريو سوو په شاوخوا کښي کندهاري ځوانان برخه اخلي؛ چي د کندهار د لوی ويالې څخه پېل کیږي بيا تر سرکاري باغ پوري؛ چيرته چي به ګټونکو ته جايزې هم ورکول کيږي .
په دې سيالۍ کښي د مينه والو ترڅنګ د المپيک د کمېټې غړي، دولتي چارواکي او د افغان بيسيم مشران هم برخه اخلي .
د يادولو وړ ده چي د افغان بيسيم شرکت وړاندي هم په کندهار او نورو ولاياتو کښي ورته سيالۍ جوړي کړي دي؛ چي د ځوانانو په روغتيا او سالمه روزنه کښي مهم رول لوبولئ دئ .