کور / خبرتیا او پيغامونه / د درنو شاعرانو او نعت ویونکو د پام وړ

د درنو شاعرانو او نعت ویونکو د پام وړ

تاسي دوستان په جریان کي یاست چي څه موده مخکي د سپیني ادې ادبي ټولني د دحمدونو او نعتونو یوه ټولګه(المزمل) خپره کړه. له دې کار څخه موخه د هغي خلا د ډکولو په برخه کي د تحرک رامنڅ ته کول ؤ چي دحمدونواو نعتونو په برخه کي پښتو ادبیات ورسره مخ دي. نعتونه نه یوازي دا چي د بشریت د ستر ناجي محمد صل الله علیه وسلم سره د میني د څرګندولو احساسات او عواطف تشکېلوي، ورسره په څنګ کي د هغه صل الله علیه وسلم د سیرت بېلابېل اړخونه راسپړي او لوستونکی او اورېدونکی د هغه صل الله علیه وسلم د شخصیت هغو باریکیو ته له ځان سره بیایې چي په ځینو مواردو کي د نثر تر وس هم وځي. د سپیني ادې ادبي ټولنه په دې باور ده چي له حمدونو اونعتونو سره باید د یوه مستقل باب په توګه برخورد وسي . که څه هم په دې برخه کي لږه اندازه کار سوی خو لا هومره نه دی چي کافي یې وبولو او د ډیرو نورو پراخو هڅو اړتیا محسوسه ده. تر هرڅه مهمه دا ده چي باید د غیر منسجمو هڅو ځای شعوري، منسجم او هماهنګ خوځښت ونیسي.
د همدې ټکي په نظر کي نیولو سره مو پتېیلې څو دحمدونو او نعتونو دوهمه ټولګه هم په نژدې راتلونکې کي چاپ کړو چي د لومړی ټولګي د چاپ له تجربې څخه په ګټه اخیستلو به د دې ټولګي د ظاهري او معنوي کیفیت باوري کولو ته ډېره پاملرنه کیږي. له تاسو محترمو دوستانو څخه هیله کیږي څو د یادي ټولګي لپاره ستاسو لیکل سوي حمدونه او نعتونه پر لاندیني ایمیل آدرس راولېږئ. که چیري پوښتنه ولرئ، پر همدې آدرس یې راسره مطرح کړئ.
په ډېر درنښت

Naeem_afghan2002@yahoo.com